تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بلوچستان اعلی وزیر ثناالله زهري استعفا کړې
د بلوچستان اعلی وزیر ثناالله زهري استعفا کړې. د اعلی وزیر دفتر تایید کړې، چې ښاغلي زهري له بلوچستان ګورنر یا والي سره لیدنه کې هغه ته خپله استعفا ورکړې.
د بلوچستان عمومي منشي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې ګورنر د اعلی وزیر استعفا منلې او دې سره ایالتۍ کابینه هم لغو شوې ده.
له استعفا وروسته ښاغلي زهري ویلي، ځینو ملګرو یې پرې بې باوري ښوولې، دی وايي، هڅه یې کړې، د هغوی اندېښنې لرې کړي، خو په خبره یې نه دی بریالی شوی.
نوموړی وايي، فکر کوي، د ایالتي اسمبلۍ ډېر غړي پرې بې باوره دي او له دې کبله نه غواړي ځان پرې وتپي، ځکه استعفا کوي.
پرون د بلوچستان اسمبلۍ ۱۴ غړو په خپلو لاسلیکونو د اعلی وزیر خلاف بې باوري څرګنده کړه او نوموړي باید نن له اسمبلۍ نه د باور رایې تر لاسه کړې وای.
له یوه ازاد غړي پرته نور ټول هغه اسمبلۍ غړي، چې پر اعلی وزیر یې بې باوري څرګنده کړې، د مسلم لیګ، جمعیت علمای اسلام، بلوچستان نیشنل ګوند، مجلس وحدت المسلمین، عوامي نېشنل ګوند او نېشنل ګوند غړي دي.
که څه هم د بې باورۍ څرګندولو دغه کمپاین کې د اعلی وزیر خپل ګوند او د هغه په اییتلافي حکومت کې شامل تر ټولو لوی ګوند مسلم لیګ غړو لاسلیکونه نه و کړي، خو اسمبلۍ کې د کمپاین له راجستر کېدو وروسته د اعلی وزیر د کابینې شپږ غړو استعفا وکړه.