'د پاکستان قبایلي سیمې ځوانانو لپاره دې پالیسي جوړه شي'

    • Author, رحمان الله بي بي سي
    • دنده, پېښور

د پاکستان د جوړيدو نژدې ۷۰ کيږې خو اوس هم ددغه هېواد د قبايلې سيمو د ځوانانو لپاره کومه ځانګړې پالیسي نشته.

د قبایلو سياسې مشرانو او د قبايلې سيمو د ځوانانو د ټولنو مشرانو له حکومت نه غوښتي چې ددوی ځوانانو ته پام وګرځوي او د هغوی د ژوند حالت ښه کولو لپاره یوه پالیسي جوړه کړي.

په همدې تړاو د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پيښور کې د نجونو پوهاوي (ګرلز اوېر) په نوم يوې نادولتي موسسې یو سیمینار جوړ کړی و چې د قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا یو شمېر سیاسي څېرو ورته وینا وکړه.

د سیمینار ګډونوالو ویل د پالیسۍ د نشتوالي له امله د قبایلي سیمو ځوانان توندلارو او وسله والو ډلو سره یوځای کېږي او ورسره د سیمې امنیت هم ډېر خراب شوی دی.

د نجونو پوهاوي موسسې مشرې ګلالۍ بي بي سي ته وویل؛ د قبایلي سیمو د ځوانانو د پرمختګ لپاره باید کار وشي، د هغوی تعلیمي او تحصیلي وړتیا لوړه شي او ورته په سیاست کې د ګډون لارې چارې برابرې شي.

مېرمن ګلالۍ وویل؛ که دا ځوانان په حکومت کې ځان وویني نو ورسره به د دغو سیمو راتلونکی مثبت بدلون ومومي.

د هغې په وینا، د قبایلي سیمې ځوانان د نفوس ستره برخه جوړوي، خو په سیاسي پرېکړو کې هېڅ ونډه نه لري.

د خیبر ایجنسۍ قبایلي سیمې اوسېدونکي ځوان او ددغې موسسې کارکوونکي بي بي سي ته وویل؛ دوی د ځوانانو د پالسۍ جوړېدو په تړاو خپل وړاندیزونه حکومت سره شریک کړي.

هغه وویل؛ دا وړاندیزونه دوی د سیمې له ځوانانو سره په مشوره چمتو کړي دي.

د قبایلي سیمې سوېلي وزیرستان یوې زده کوونکې او د قبایلي سیمو د ځوانانو د اتحادیې مرستیال رییسې ثمرینا وزیر وایي؛ ددوی په سیمو کې ځوانان له ډول ډول ستونزو سره مخامخ دي.

"دوی (ځوانان) له تعلیم، روزګار او نورو بنیادي حقونو نه بې برخې دي."

د سیمنار ګډونوال قبایلي مشرانو او ځوانانو د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د دغو سیمو کې د اصلاحاتو راوستو لپاره ژر ترژره کار پیل کړي.

دوی ویل؛ د ستونزو د حل یوه لاره دا ده چې قبایلي سیمو کې د انګریزانو مهال قانون (اف سي آر) لغوه شي او دا سیمې په خیبر پښتونخوا ایالت کې شاملې شي.

ددوی په وینا، له تعلیمي پلوه وروسته پاتې والي او بیکارۍ له امله د قبایلي سیمو ځوانان تل د توندلارو ډلو ښکار شوي دي.