تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اندونیزیا: افغانستان کې به د سولې لپاره هلې ځلې زیاتې کړو
له ۶۰ کلونو وروسته د اندونیزیا یو ولسمشر افغان پلازمېنې کابل ته په یوه سفر تللی. د افغان ولسمشر دویم مرستیال او لږ تر لږه درېیو افغان وزیرانو د کابل حامد کرزي هوايي ډګر کې د ولسمشر جوکو ویدودو هرکلی وکړ.
له دوه ساعته لیدنې وروسته د افغانستان او اندونیزیا ولسمشرانو یوې ګډې خبرې غونډې ته وینا وکړه. په غونډه کې افغانستان کې د سولې راتګ لپاره د همکارۍ پیغام و. ولسمشر جوکو ویدودو وویل:
''ما او ولسمشر غني د سولې راتګ پر موضوع خبرې وکړې او موږ به افغانستان کې د سولې راتګ لپاره خپلې هلې ځلې زیاتې کړو. موږ دلته د اندونیزیا له لوري یو اسلامي مرکز هم جوړوو. ''
د اندونیزیا ولسمشر خپل هېواد ته د افغانستان سولې عالې شورا د مشر سفر پر مهال هم ژمنه کړې وه، چې هېواد یې افغانستان کې د سولې او روغې جوړې بهیر ملاتړ کوي او چمتو دي، چې دې لړ کې رول ولوبوي.
د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د تعلیمي بورسونو شمېر ډېرول او افغانستان کې د اډانې رغاوونه هم د اندونیزیا له لوري شوې ژمنې وې.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل انتظار کوي، چې نړیوال همکاران یې د ترهګرۍ پلوي هېوادونه ګوښي کړي. ولسمشر غني د کوم هېواد نوم نه دی یاد کړی، خو په ظاهره یې د پاکستان پر لور اشاره کوله:
له نړیوالو دوستانو د افغانانو تمه دا ده، چې د پرېکړې کولو وخت را رسېدلی، چې هرې ممکنې وسیلې چې کېدای شي هغه هېوادونه چې ترهګرو ته د پټېدو ځای ورکوي او ملاتړ یې کوي، اسانتیاوې ورته چمتو کوي له دغې غیر قانوني او غیر اخلاقي چارې راوګرځوي او که دغه هېوادونه له نړیوالو قوانینو سر غړاوي ته دوام ورکوی، باید تجرید او منزوي یې کړي. ''
ولسمشر غني دغه راز وویل باید اسلامي هېوادونه د هغو پر وړاندې ودرېږي، چې حلال او حرام د ځان لپاره یو ډول او د نورو لپاره بل ډول توجیه کوي.
کابل ته د اندونیزیا دغه پلاوی داسې مهال سفر کوی، چې دا وروستیو کې دغه ښار کې خونړي بریدونه شوي دي.