تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
''ولې افغانستان په داسې جګړه کې بند پاتې دی چې پای یې نه بریښي؟''
د عربي متحدو اماراتو د نشنل ورځپاڼې د افغانستان د امنیتي حالت په اړه لیکلي دي. د مقالې نوم دی ولې افغانستان په داسې جګړه کې بند پاتې دی چې پای یې نه بریښي؟
په دې لیکنه کې د کابل وروستیو بریدونو ته اشاره شوې او په افغانستان کې د داعش زیاتېدونکی شتون یاد شوی. ورځپاڼه زیاتوي چې په دې هېواد کې د امنیت څرک نه لګېږي او سولې ته رسېدل ګران دي.
د ورځپاڼې په لیکنه، په پلازمېنه کابل کې د یوې اوونۍ په لړ کې د دوو لویو بریدونو کول دا په ګوته کوي چې کابل ښار د تاوتریخوالي په لومړۍ کرښه اوښتی دی.
همدا شان په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو زیاتوالی یاد شوی دی. په جلال اباد ښار کې د ماشومانو د خوندیتوب پر موسسه برید دا جوتوي چې داعش په نړۍ کې تر ټولو خطرناکه ډله ده چې په عراق او سوریه کې تر ماتې وروسته افغانستان ته ورغلې ده.
د مقالې د لیکوال په باور د طالبانو او داعش بریدونو په افغانستان کې ستونزې څو ځله زیاتې کړې دي. نشنل ورځپاڼه په افغانستان کې د امریکا یي پوځ یوه کال بریدونو ته په اشاره لیکلی چې له اوسنیو ستونزو سره په دې هېواد کې د جګړې پای ته لا وخت شته.
نیویارک تایمز په پاکستان کې پر حالاتو یوه مقاله لیکلي چې پکې راغلی، د جنرال قمر جاوېد باجوا په مشرۍ د پاکستان پوځ خپل اغېز تر یوه بریده زیات کړی دی.
ورځپاڼه لیکي، د پوځ د مشر په توګه د ښاغلي باجوا د مشر کېدو یو کال تېرېږي خو همدا اوس د هغه د پوځي دکترین په اړه خبرې کېږي.
دا د پاکستان په کورني او بهرني سیاست کې د هغه د اغېز څرګندونه کوي. په دې مطلب کې راغلي چې ښاغلی باجوا پاکستان ته د امریکا د بندو شوو مرستو په اړه وايي، هېواد به یې دا مرستې ونه غواړي ځکه پاکستان په هغو مرستو پورې نه دی تړلی.
په تېر یوه کال کې جنرال باجوا ایران، چین، روسیې، قطر او سعودي عربستان ته سفر وکړ او له دغو هېوادونو سره یې اړیکي ټینګ کړل چې په واک د ده ګورت ټينګول په ګوته کوي او پر امریکا د پاکستان تکیه هم راکموي.
د برتانیا د میرر ورځپاڼه لیکي چې هر کال په دې هېواد کې ۱۳۳ تي رودونکي ماشومان په داسې حال کې مري چې له مور او پلار سره په یوه کټ کې ویدېږي.
له ماشومانو سره د میندو پلرونو د خوب اندېښنه د لومړي ځل لپاره په ډاګه کېږي او درې ماشومان په یوه اوونۍ کې مري. په تېرو پنځو کلونو کې ۶۶۵ ماشومان له همدې کبله مړه شوي دي. ویل کېږي چې د خوب پر مهال میندې پلرونه کیدای شي پر ماشوم ور واوړي او هغه لاندې کړي.
د لولابي ترست په نامه د یوې خیریه ټولنې کارکوونکې فرانسین باټس میندو پلرونو ته خبرداری ورکوي چې له ماشوم سره د کټ شریکول د هغوی د مرګ خطر له ځان سره لري. د مېرمن باټس په وینا د ماشوم د نا څاپي مړینې کچه هغه وخت لوړېږي چې مور او پلار د شپې سګرټ څکوي، نشه وي او یا هم ستړی وي.
د نوموړې په وینا په یوه کټ کې له ما شوم سره خوب د ماشوم د مړینې چانس په سلو کې ۵۰ لوړوي.