د عمران خان د خوشي کولو لپاره د تحریک انصاف لاريون: "د ګوند غړي نيول شوي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي ای) ادعا کړې چې د پخواني لومړي وزير عمران خان د نيول کېدو د دوو کلونو د پوره کېدو په تړاو د لاريونونو پر مهال په لاهور او نورو ښارونو کې د ګوند لسګونه غړي نيول شوي دي.
د پاکستان حکومت د دغو نيونو په اړه د تحریک انصاف ادعاوې رد کړې دي.
د پاکستان تحريک انصاف وايي پوليسو په لاهور کې د دغه ګوند د يوه مشر عثمان ډار د مور په ګډون څو تنه نيولي دي. تر دې وړاندې د تحریک انصاف ګوند د مرکزي پنجاب وياند حافظ ذيشان ادعا کړې وه چې د لاهور پوليسو د سې شنبې له سهاره د پي ټي ای شاوخوا ۲۰۰ تنه غړي نيولي دي.
خو د پنجاب د اطلاعاتو وزيرې عظمی بخاري ويلي، د تحریک انصاف ګوند د هېڅ کوم غړي پر وړاندې قضيه نه ده ثبت شوې.
له بي بي سي سره په خبرو کې نوموړې وويل، داسې راپورونه وو چې پي ټي ای د وضعيت خرابولو هڅه کوي چې د دې اندېښنو پر بنسټ ځينې خلک نيول شوي دي.
په لاهور کې د پنجاب اسمبلۍ د شپږو غړو د نيول کېدو د ويډيوګانو په اړه عظمی بخاري وويل، په ويډيوګانو کې ليدل کېږي چې "د پي ټي ای غړي څنګه په خوښۍ د پوليسو په ګاډو کې ناست دي"، نوموړي وويل دا ټول د "عکسونو اخيستلو" لپاره کوي.
بلوچستان کې د لاريونونه په تړاو نيونې او د يوه پولیس ټپي کېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
د سې شنبې په ورځ په کوټه او د بلوچستان په نورو ښارونو کې د عمران خان د خوشي کېدو لپاره احتجاجي لاريونونه وشول.
پوليسو له بېلابېلو ښارونو د تحریک انصاف ګوند لسګونه غړي نيولي او په لورلايي کې د ياد ګوند د غړو تيت پرک کولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز هم کارول شوی دی.
د لورلايي د پوليسو په وينا، د تحريک انصاف دوه غړي په لورلايي کې نيول شوي دي. پوليس ادعا کوي چې لاريونوالو د ډبرو ګوزارونو کې يو پوليس افسر ټپي شوی دی.
يوه ځايي پوليس ويلي چې د کوهلو په سيمه کې د تحريک انصاف د ځايي مشر مير قيوم په ګډون ۱۵ سيمه ييز مشران او غړي نیول شوی دی.
په ډېره مراد جمالي کې د عمران خان د خوشي کېدو لپاره د لاريون په تور ۱۹ تنه نيول شوي. په سنجاوي کې هم د څلورو تنو د نيول کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د يادولو وړ ده چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف پاکستان ګوند بنسټ اېښودونکی عمران خان دوه کاله مخکې د ۲۰۲۳ کال اګست میاشتې پر پنځمه له هغه وروسته په لاهور ښار کې ونیول شو، چې د دې هېواد یوې محکمې د فساد قضیه کې نوموړی په دری کاله زندان سزا محکوم کړ.
په زندان کې د نوموړي دوو کلونو تېرېدو په مناسبت د اګست پر پنځمه د نوموړي ګوندي ملګرو په ټول پاکستان کې د احتجاجونو اعلان کړی و.
ځايي مسوولین وايي، د ښار په بېلابېلو سیمو کې به اضافي پولیس ځواک ځای پر ځای کړي.
د راولپنډۍ سیمې اډیاله نومي زندان په شاوخوا کې هم د اضافي ځواک ځای پر ځای کولو رپوټونه ورکړل شوي دي، چې عمران خان په کې بندي دی.











