د ځمکې سيارې په اړه لس حقيقتونه

An image of Earth from space

د عکس سرچینه، Getty Images

د ځمکې نړيواله ورځ هر کال د اپرېل پر ۲۲ نېټه لمانځل کېږي. دا ورځ د ملګرو ملتونو له‌خوا د دې لپاره غوره شوې چې زموږ د سيارې درناوی وشي او دا د ۱۹۷۰ کال د اپرېل ۲۲ نېټې پېښې رايادوي، چې شاوخوا شل ميليونه کسانو د امريکا په لویو ښارونو کې د چاپېريالي زيانونو پر ضد مظاهرې وکړې، هغه زيانونه چې د انسانانو فعاليتونه يې سبب شوي دي.

د ځمکې په اړه ځينې په زړه‌پوري واقعيتونه

ځمکه يو بشپړ کروی شکل نه لري

که څه هم ځمکه معمولا د يوې بشپړې ګردې کرې په توګه ښودل کېږي، خو دا يې سم شکل نه دی. ځمکه په قطبونو کې لږه اوږده ده.

د نورو سيارو په څېر، د ځمکې د محور پر سر تاوېدل او جاذبې قوې د ځمکې دا بڼه جوړه کړې ده. له همدې امله د استوا په کرښه د ځمکې قطر د قطبونو ترمنځ له قطره شاوخوا ۴۳ کيلومتره زيات دی.

اوبو د ځمکې له ۷۰٪ ډېره برخه پوښلې ده

Photograph of idyllic islands in Micronesia

د عکس سرچینه، Getty Images

د ځمکې د سطحې نژدې دری پر څلورمه برخه اوبو پوښلې ده چې په هغو کې کنګلونه، جهيلونه او سيندونه شامل دي.

په ځمکه کې اوبه په دريو بڼو کې موندل کېږي، کنګل مايع او ګاز بڼې، خو د ځمکې شاوخوا ۹۷٪ اوبه مالګينې دي چې په بحرونو کې موندل کېږي.

فضا د ځمکې له سطحې شاوخوا ۱۰۰ کيلومتره پورته پيلېږي

د ځمکې د اتموسفیر او فضا تر منځ کرښه "کارمان لاين" نومېږي، چې د سمندر له سطحې ۱۰۰ کيلومتره پورته ده.

د اتموسفیر د ټول وزن شاوخوا ۷۵٪ برخه د ځمکې د سطحې څخه تر ۱۱ کيلومتره لوړ موقعيت لري.

ځمکه د اوسپنې هسته لري

An illustration of the structure of Earth

د عکس سرچینه، Getty Images

ځمکه د لمر د نظام تر ټولو زياته متراکمه او پنځمه لويه سياره ده.

د ځمکې منځنۍ برخه يوه کلکه کره ده چې شاوخوا ۱۲۰۰ کيلومتره شعاع لري.

د هستې نژدې ۸۵ سلنه برخه له اوسپنې او شاوخوا ۱۰ سلنه يې له نېکل جوړه ده.

ځمکه يوازينۍ پېژندل شوې سياره ده چې ژوند پکې شونی دی

تر اوسه پورې ځمکه يوازينۍ سياره ده چې د ژوند لپاره مناسبه بلل شوې.

اوس مهال شاوخوا ۱.۲ ميليونه د ژوو ډولونه ثبت شوي، خو اټکل کېږي چې دا یوازې يوه کوچنۍ برخه ده.

په ۲۰۱۱ کال کې ساينسپوهانو اټکل وکړ چې په ځمکه کې ټولټال ۸.۷ ميليونه ژوندي ژوي شته دي.

ځمکه شاوخوا ۴.۵ ميليارده کاله وړاندې رامنځته شوې او د دې فزیکي ځانګړتياوې، جيولوجيکي تاريخ او مدار د دې سبب شوي چې په ميليونو يا حتی ميلياردونو کاله ژوند پکې دوام ومومي.

د ځمکې جاذبه په هر ځای کې يوشان نه ده

A representation of the Earth's gravitational field.

د عکس سرچینه، Getty Images

ځکه چې ځمکه يو کامل کروی شکل نه لري او همدارنګه د دې کتله هم په يو ډول نه ده وېشل شوې، نو د جاذبې ځواک په بېلابېلو سيمو کې توپير لري.

کله چې موږ له استوا نه د قطبونو پر لور ځو، جاذبه ورو ورو زياتېږي، که څه هم دا توپير انسان ته نه محسوسېږي.

ځمکه د افراط او تفريط سياره ده

زموږ سياره د بېلا بېلو جغرافيايي او اقليمي توپيرونو کوربنه ده.

د ځمکې تر ټولو ګرمه ثبت شوې سيمه د امريکا د مرګ دره ده، چېرې چې د ۱۹۱۳ کال د جولای په ۱۰ نېټه تودوخه ۵۶.۷ درجې سانتي ګراد ته رسېدلې وه.

بل لور ته، د انټرکټيکا يخې سيمې دي. د ۱۹۸۳ کال د جولای ۳۱ نېټه، د وسټاک سټيشن کې د حرارت درجه منفي ۸۹.۲ سانتي ګراد ثبت شوې وه.

د ځمکې تر ټولو لوی ژوندی جوړښت

Coral reef

د عکس سرچینه، Getty Images

د استراليا له ساحل نه بهر د ځمکې تر ټولو ستر ژوندی جوړښت دی، چې حتی له فضا هم ليدل کېږي.

دا له ۲۰۰۰ کيلومتره زيات اوږدوالی لري او زرګونه بحري ژوي پکې ژوند کوي.

په ۱۹۸۱ کال کې يونسکو دا د نړيوال ميراث په توګه ومانه.

ځمکه يوازينۍ سياره ده چې فعال ټيکټونيکي تختې لري

د دغو تختو خوځښت د دې سبب کېږي چې د ځمکې سطحه همېشه بدلون مومي.

همدغه تختې غرونه، زلزله او اورلګونکي رامنځته کوي.

دا پروسه د ځمکې د تودوخې په تنظيم او د کاربن ډای اکسايډ په بيا کارولو کې مهم رول لري.

ځمکه محافظتي سپر یا خنډ لري

Illustration of the Earth's magnetic field

د عکس سرچینه، Getty Images

د ځمکې مقناطیسي ميدان د لمر له‌خوا د پرله‌پسې زياتې انرژي لرونکو ذراتو د بريد پر ضد د سپر په توګه عمل کوي.

دا ميدان د ځمکې له داخلي هستې نه تر هغې سيمې پورې غځېدلی چې له لمرني باد سره مخ کېږي.

سربېره پر دې، دا ميدان ځينو ژويو ته د لارې موندلو کې هم مرسته کوي (موږ هم د قطب‌نما له لارې ګټه ترې اخلو).