د افغانستان او پاکستان وروستي کړکېچ کې د کشمیر وسلهوالې ډلې څه دریځ لري او څوک دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
د پاکستان د مرکزي مسلم لیګ په نوم د یوه نوي ګوند مشر قاري محمد یعقوب شیخ په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ په ملاتړ داسې یوه وینا خپره کړې چې په کې افغانستان کې د طالبانو حکومت ته یو ډول خبرداری ورکړل شوی.
یعقوب شیخ خپلو خبرو کې وايي "د افغانستان طالبان باید دا اعلان کړي چې له دې وروسته به یوه مرمۍ هم د پاکستان لوري ته نه وارېږي." هغه ټینګار کړی چې دوی "علماء، مشایخ" به د پاکستان دفاع ته په ټینګه ودرېږي.
په اسلام اباد کې خبریالان وايي، دی او ملګري یې په داسې دریځ کې نه دي چې د خبر داري ژبه دې وکاروي ځکه دوی په خپله پاکستان کې له یو لړ محدودیتونو سره مخ دي.
محمد یعقوب شیخ په ۲۰۱۲ کال کې د امریکا د خزانې وزارت له لوري د نړیوالو بندیزونو نوملړ کې ځای شو او دلیل یې د پاکستان "لشکر طیبه" او "جماعت الدعوة" ډلو کې فعالیت ښودل شوی و.
هغه څه موده وروسته بیا د "مرکزي مسلم لیګ" په نوم یوه نوې سیاسي ډله اعلان کړه. له تازه څرګندونو سره یې په رسنیو کې د هغه د پخوانیو تړاونو په اړه خبرې راپورته شوې چې له وسلهوالو ډلو سره یې درلوده.
"لشکر طیبه" په تېرو شلو کلونو کې افغانستان کې د هغو وسلهوالو ډلو نوملړ کې یادېده چې ادعا کېده، د افغانستان په ختیځو څنډو کې یې وسلهوال ځای ځای فعالیت کوي.
د محمد یاسین په نوم د کونړ یو پخوانی وسلهوال چې د طالبانو په لیکو کې یې جګړه کوله، بي بي سي سره خبرو کې وویل "موږ د لشکریانو په نوم پېژندل، ځینې قومندانانو ورسره کار کاوه او مستقل فعالیت یې درلوده."
هغه وویل د "جیش الهدا" او "جیش السلفیه" په نوم ډلګۍ د دویی استازي وسلهوال وو چې د نورستان په وانت وایګل او د کونړ پېج دره کې یې "محدود شمېر" وسله وال درلوده.
هغه وايي په ۲۰۱۵ کال کې یې ځینې کسان د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې سره هم ملګري شول. بي بي سي د دغه ادعاو خپلواک پخلی نه شي کولی.
د طالبانو حکومت ویاندویانو د محمد یعقو شیخ د وروستیو څرګندونو او د کشمیري ډلو په تړاو د بي بي سي پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
شنونکي وايي، د یعقوب شیخ په څېر ګڼ داسې پخواني "جهادي فکره" کسان شته چې ښايي د پاکستان او افغانستان په کړکېچ د پاکستاني اړخ ملاتړ وکړي خو د دوی اغېز د افغانستان دننه ډېر غښتلی نه دی.
د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته وویل "موږ څو ځله د لشکر طیبه کسان نیولي دوی په ځینو منطقو کې د طالبانو له قومندانانو سره یو ځای د بهرنیو ځواکونو او افغان حکومت خلاف جنګ کاوه خو شمېر او قوت یې ډېر نه و." هغه وايي دوی کولی شي له نورو وسله والو ډلو سره د طالبانو حکومت خلاف فعالیتونو کې ملګرتیا وکړي او له خپلې اغېزې کار واخلي خو په مخامخ ډول به ډېر ځواکمن نه وي.
یوازې لشکر طیبه نه ده، کتونکي وايي د کشمیر یو شمېر نورې وسلهوالې ډلې هم افغانستان کې له پخوانیو مجاهدینو او ان ځینو طالب مشرانو سره اړیکې لري، خو دغه ډلې څوک دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
لشکر طیبه
لشکر طیبه په ۱۹۹۰ کال کې تاسیس شوې او د سیمې یوه تر ټولو مشهوره اسلامپاله وسله واله ډله ده. دا ډله د بریتانیا، متحده ایالاتو، اسټرالیا او ملګرو ملتونو له خوا د یو بهرني تروریستي سازمان په توګه پېژندل شوې ده.
د دې ډلې اصلي موخه د جمو او کشمیر په سیمه کې د هند د ادارې پای ته رسول دي. که څه هم په ۲۰۰۲ کال کې د پاکستان حکومت له لوري پرې بندیز ولګول شو، خو کار پوهان وايي دغه ډله په پاکستان کې مېشته او لا هم فعاله ده.
پر پاکستان تور دی چې د بندیز سره سره یې د لشکر طیبه د فعالیتونو د مخنیوي لپاره ډېر ګامونه نه دي اخیستي. هند ډېر وخت دا ډله نه یوازې په کشمیر کې، په ټول هند کې د مهمو وسله والو بریدونو مسؤله بولي. لشکر طیبه له لویه سره د بریدونو مسؤلیت نه مني.
د لشکر طیبه څو غړي په ۲۰۰۰ کال کې د هند پر یو تاریخي ځای، سرې کلا (ریډ فورټ) په برید کې ښکېل وبلل شول. هغه برید کې درې تنه ووژل شول، که څه هم دغه ډلې په عامه توګه د دې برید مسؤلیت نه و منلی.
د هندي او نړیوالو څېړنو د رپوټونو له مخې ادعا شوې چې، غړي یې د ۲۰۰۸ کال د ممبۍ په بریدونو کې هم ښکېل وو چې له ۱۶۰ ډېر کسان پکې ووژل شول او د هند دغه سوداګریزه پلازمېنه یې د دریو ورځو لپاره په ټپه درولې وه.
دغه ډله په څرګنده خپل جنګیالي د پاکستان د حکومت له په نښه کولو منع کوي.
حزب المجاهدین
حزب المجاهدین چې په ۱۹۸۹ کال کې یې بنسټ کېښودل شو، یو وخت په کشمیر کې تر ټولو مشهوره وسله واله ډله وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا ډله د اوږدې مودې لپاره د پاکستان له بنسټپالې ډلې، جماعت اسلامي سره تړلې وه، خو په وروستیو کلونو کې یې نفوذ کم شوی، په ځانګړې توګه په ۲۰۱۶ کال کې د برهان واني او په ۲۰۱۷ کال کې د هغه د ځایناستي سبزار احمد بټ له وژل کېدو وروسته چې له هندي ځواکونو سره نښتو کې یې ژوند وبایله.
جیش محمد
جیش محمد په پاکستان کې مېشته سني اسلامپاله ډله ده. دا ډله په ۲۰۰۰ کال کې د مسعود ازهر له خوا یې وروسته له هغه بنسټ کېښودل شو چې هغه د هند له یوه زندانه د هندي هوايي شرکت د یوې تښتول شوې الوتکې د ۱۵۵ یرغمل شویو کسانو په بدل کې خوشې شو.
که څه هم په ۲۰۰۲ کال کې په پاکستان کې پرې بندیز ولګول شو، خو جیش محمد د دغه هېواد په ځینو برخو، هند او د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې په ښکاره فعالیتونو ته دوام ورکوي.
د ډلې اعلان شوې موخه له پاکستان سره د کشمیر یو ځای کول دي. دې ډلې د اوږدې مودې لپاره له افغانستانه د لوېدیځو ځواکونو د وتلو لپاره هم د افغان وسله والو ډلو ننګه کوله.
جیش محمد په ګڼو مهمو بریدونو کې ښکېله ډله بلل شوې. د ۲۰۰۱ کال د جمو او کشمیر د ایالتي قانون جوړونکي اسمبلۍ پر ودانۍ ځانمرګی برید چې له ۳۰ ډېر کسان پکې ووژل شول او د ۲۰۱۹ کال د پلوامه بمي چاودنه چې لږترلږه ۴۰ هندي نیمه نظامي ځواکونه پکې هغه وخت ووژل شول کله چې یوه ځانمرګي بریدګر د هغوی له کاروان سره موټر ټکر کړ.
ملګري ملتونه، متحده ایالات، بریتانیا، کاناډا او یو شمېر نور هېوادونه جیش محمد د یو بهرني تروریستي سازمان په توګه پېژني. شنونکي وايي دغه ډله له لشکر طیبه او القاعدې سره عملیاتي اړیکې لري او وسله وال یې تر ډېره د پاکستان، کشمیر او د شوروي-افغان جګړې یو شمېر افغان او عرب جنګیالي دي.
البدر

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
البدر د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې له حزب المجاهدینه د یوې جلا شوې ډلې په توګه رامنځته شوه. دا ډله په جګړو کې د خپلو تجربه لرونکو وسله والو له امله پیژندل کیږي.
د افغانستان یو پخوانی جهادي قومندان حاجي محمد دین وايي د البدر یو شمېر کسان په افغانستان کې د افغان جهادي مشر ګلبدین حکمتیار له حزب اسلامي سره پاتې شوي وو. ځینو وسله والو یې د افغانستان خاوره کې دننه د لنډ مهال لپاره د روزنې مرکزونه هم درلوده.
دغې ډلې په نویمه لسیزه کې ډېورنډ کرښې ته نژدې خوست کې یو لوی مرکز هم درلوده، چې وروسته هغه مرکز او سیمه د طالبانو د هغه مهال حکومت تر واک لاندې شول.
له افغان کورنۍ جګړې وروسته البدر مجاهدین د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د یو شمېر فعالیتونو مسوولیت ومانه او ګڼ شمېر پاکستاني ځوانان یې د کشمیر جهاد په نامه په خپلو لیکو کې یو ځای کړل.
د نویمې لسیزې په وروستیو کلونو کې د دغې ډلې او د پاکستان جماعت اسلامي تر منځ اختلافونه ډېر شول او یو مهم پړاو یې هغه وخت و، چې په یوه غونډه کې د دغې ډلې یو شمېر ځوانانو د جماعت اسلامي د هغه مهال د مشر قاضي حسین احمد پر خلاف احتجاجي شعارونه ورکړل.
د ډېرې مودې لپاره البدر خپل فعالیتونه نه ښکاره کول او نه یې هم په غونډو منډو کې ونډه درلوده. د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د دغه ډلې وسله وال د پښتونخوا ځینو سیمو کې لاریونونو ته ووتل او د 'کشمیر یوالي' ورځ یې ولمانځله، دا ښه ډېره موده وروسته د دوی د بیا راڅرګندېدو څرک و.
اوس مهال د دغه ډلې مشر بخت زمین خان کوي چې د پښتونخوا د دیر اوسېدونکی دی.
دا ډله له نړیوالو جهادي شبکو سره اړیکې پالي.
حرکت المجاهدین
یوه بله پان-اسلامي ډله ده چې مشرانو یې یو وخت یې د افغانستان د پخواني جهادي مشر جلال الدین حقاني تر قوماندې لاندې د شوروي پر وړاندې جګړه کړې وه.
حرکت المجاهدین پر دې تورنه ده چې په ۱۹۹۵ کال کې یې په کشمیر کې هغه څه ترسره کړل چې لوېدیځو قدرتونو په دغه سیمه کې لومړنی ترهګریز عمل وباله.
په هغه وخت کې دغه ډله د حرکت الانصار په نوم یادېدله او پنځه تنه لوېدیځ سیلانیان یې تښتولي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
دې پېښې امریکا وهڅوله چې پر دغې ډلې بندیز ولګوي، خو هغو سم سلاسي خپل نوم حرکت المجاهدین ته بدل کړ. هغه مهال ویل کېده چې دغه ډله له خورا روزل شویو جنګیالیو جوړه ده چې لوی شمېر یې پاکستانیان دي، خو افغانان او عربان هم په کې وو.
کارپوهان وايي د دوی "سختدریځۍ او خپلسرې کړنې" د دې لامل شول چې د پاکستان په پوځي او امنیتي بنسټونو کې یې ملاتړي په تدریجي ډول کم شو، چې له امله یې د دې ډلې نفوذ ورسره د پخوا په څېر پاتې نه شو.
د دغې ډلې مشر، مولانا فضل الرحمن خلیل، لا هم په پاکستان کې په سیمه ییزو مدرسو کې یو څه محدود نفوذ لري. په ۲۰۰۷ کال کې په پاکستان کې د لال جومات د محاصرې پر مهال د اوربند په خبرو اترو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.
افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د حضور پر مهال هغه کله ناکله له هغو دیني مشرانو سره په دریځ لیدل کېده چې په پاکستان کې د ناټو د ځمکنیو اکمالاتو پر وړاندې کمپاین یې پرمخ وړه.
انصار غزوة الهند
انصار غزوة الهند (AGH) چې په ۲۰۱۷ کال کې یې بنسټ اېښودل شوی، د کشمیر په شخړه کې د القاعدې استازیتوب کوي. دا ډله په رسمي ډول په هندي نیمه وچه کې د القاعدې د یوې څانګې (AQIS) په توګه پیژندل کېږي او په ایډیالوژیک ډول په کشمیر کې د شریعت له مخې د اسلامي دولت جوړولو ته ژمنه ده.
د دې ډلې بنسټ اېښودونکی، ذاکر موسی، چې د حزب المجاهدین پخوانی قومندان و، د ایډیالوژیکي اختلافاتو له امله له هغوی جلا شو.
له هغه وخت راهیسې انصار غزوة الهند ځان د یوې سوچه جهادي ډلې په توګه رامخې ته کړی او د نړیوالو اسلامي موخو په ګټه یې تل ملتپالې تګلارې رد کړې دي.
د دې ټولو شالید ته په کتو دغه کشمیرۍ وسله والې ډلې په یوه ډول افغانستان سره اشنا او ان ځینې مخامخ تړاونه هم ورسره لري نو که د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ کړکېچ پراخېږي د دوی اغېز کارېدنې شونتیا هم شته.
ښايي په څرګنده د ډلو دریځ به د پاکستان د پوځ په ننګه وي خو د طالبانو حکومت ملاتړي وسله وال هم د دوی په منځ کې موندل کېدلی شي ځکه لوی شمېر یې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د جګړې ملاتړ کاوه.








