د بنګله دېش لومړۍ وزیرې حسینه واجد استعفا؛ د بنګله دېش په لارو، کوڅو کې خوښۍ لمانځل شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د بنګله دېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد له پراخو حکومت ضد مظاهرو وروسته استفعا کړې، له هېواده وتلې ده او زرګونه احتجاج کوونکي پلازمېنه ډاکه کې د هغې رسمي استوګنځي ته ورننوتل.
نوموړې وروسته له هغې استفعا وکړه، چې پر ضد یې دغه هېواد کې په زرګونه کسان احتجاجونو ته راوتلي وو.
رپوټونه وايي، شیخ حسینه واجد او خور یې د پوځ په یوه چورلکه کې له هېواده وتلې او ګومان کېږي، چې هند ته لېږدول شوې دي.
بل لور د بنګله دېش پوځ مشر وقار الزمان وايي، پوځ د موقت حکومت جوړولو په تړاو خبرې پیلوي.
له هېواده د شیخ حسینه واجد له وتلو څو ساعته وروسته ولسمشر محمد شهاب الدین د پخوانۍ لومړۍ وزیرې او اپوزېسیون مشرې خالده ضیا د خوشي کولو امر وکړ.
د بنګله دېش لوی درستیز وقار الزمان د دوشنبې پر ماسپښین یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، یو موقت حکومت به رامنځته شي.
نوموړي هیله څرګنده کړه، چې له ولسمشر محمد شهاب الدین سره به وویني او هیله یې څرګنده کړه، چې پای کې به ''یو حل'' وموندل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پوځي مشر وايي، د اپوزېسیون له مشرانو سره یې وار له مخه لیدلي دي، خو په څرګند ډول یې نه دي ویلي، چې څوک به د نوي حکومت مشري کوي.
نوموړي له بنګله دېشیانو وغوښتل چې ''پر پوځ باور ولري'' او په خبره یې ''د ټولو وژنو او ټولو بې عدالتیو ارزونه به وشي.''
له دې مخکې د بي بي سي بنګله ژبې څانګې په وروستي رپوټ کې ویل شوي وو، چې سلګونو احتجاجیانو د بنګله دېش پلازمېنه ډاکه کې د پولیسو پر مرکزي دفتر یرغل کړی.
له ځايي مهال سره سم ماښام نژدې شپږ نیمې بجې دغه کسان چې په کوتکو سمبال وو، د پولیسو مرکز ودانۍ ته ننوتل. که څه هم په ودانۍ کې هغه مهال پولیسو افسران ناست وو، خو د مرګژوبلې په هکله هېڅ ډول رپوټونه نه دي ورکړل شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه راز د هېواد له بېلابېلو سیمو ورکړل شویو رپوټونو کې ویل شوي، چې د پولیسو پر یو شمېر مرکزونو د احتجاجیانو ډلې ورننوتلې دي.
په سیلیټ ښار کې د پولیسو مشر او ځايي کمشنر پر دفترونو هم احتجاجیانو یرغلونه کړي.
له دې مخکې په بنګله څانګه کې زموږ همکارانو وویل، د چور، تالان پېښې رامنځته شوې دي. رپوټونو کې ویل شوي، مظاهره کوونکي د پلازمېنې دهان منډيي سیمه کې د کورنیو چارو وزیر اسد زمان خان کور ته ننوتي دي.
د بي بي سي بنګله همکاران وايي، له هغه وروسته چې مظاهره کوونکي د دې کور ودانۍ ته ننوتل، له کوره لوګي پورته شول.
بل لور د هند په میګهالیا ایالت کې چارواکو له بنګله دېش سره د پولې په اوږدو کې تر هغه مهاله ګرځبندیز لګولی، چې په بنګله دېش کې وضعیت عادي حالت ته وګرځي. چارواکي وايي، دا ګرځبندیز له هره ورځ له ځايي مهال سره سم د ماښام له شپږ بجو د ګهیځ تر شپږو بجو پورې دوام کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
شیخ حسنیه له ۲۰۰۹ کال راهیسې په واک کې وه. د پوځ مشر جنرال وقار الزمان د نوي حکومت د جوړولو لپاره له ګوندونو او سیاسي څېرو او مدني فعالانو سره په خبرو بوخت دی.
د ډاکې په لارو او کوڅو کې د شیخ حسینه واجد د استعفا په خوشالۍ کې خلکو خوښي او نڅاګانې کولې. دغه هېواد کې د مظاهرو په ترڅ کې انټرنېټي خدمات بند شوي وو او حکومت درې ورځې رخصتي اعلان کړې وه.
پرون د یکشنبې پر ورځ په بنګله دېش کې له هغه وروسته لږ تر لږه ۹۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي، چې د لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد استعفا غوښتونکي مظاهرین له بلوا ضد پولیسو سره لاس او ګرېوان شول.
له دې مخکې د تېرې یوې میاشتې په احتجاجونو کې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان وژل شوي.
په تېرو دوو اونیو کې بیا د رپوټونو له مخې په همدې لړ کې د امنیتي ځواکونو له لوري نژدې ۱۰۰۰ کسان نیول شوي هم دي.











