ولې د بنګله دېش مخکینۍ لومړۍ وزیره په اعدام محکومه شوه؟

د عکس سرچینه، Reuters
د بنګله دېش یوې ځانګړې محکمې د دې هېواد مخکینۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه واجد پروسږ کال د حکومت ضد مظاهره کوونکو پر ضد د امنیتي ځواکونو خونړیو عملیاتو امر ورکولو په تور د اعدام په سزا محکومه کړه. شیخ حسینه چې په غیاب کې د بشریت ضد تورونو په تړاو محاکمه شوه، اوسمهال په هند کې د تبعید ژوند تېروي.
په ډاکه کې د بي بي سي خبریال ارونودای مکرجي په خپل رپوټ کې وايي، له شیخ حسینه سره یو ځای د هغه مهال کورنیو چارو وزیر او پولیسو مشر هم محاکمه شوي دي.
محکمې په خپله پرېکړه کې ویلي، د مظاهره کوونکو پر ضد د بې دریغه زور زیاتي کارولو او له مظاهره کوونکو سره د ظلمونو مخنیوي کې د دوی پاتې راتلو تورونه ثابت شوي دي.
د پولیسو پخوانی عمومي مفتش چودري عبدالله المامون یوازینی تورن کس دی چې نن په محکمه کې حاضر و.
چودري په جولای میاشت کې د تېر کال پاڅون ضد اقداماتو کې د لاس لرلو په تور اعتراف وکړ او د دولتي شاهد په توګه یې بیان ورکړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بنګله دیش پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې د ډاکې د محکمې پرېکړه " له تعصبه ډکه او سیاسي انګېزه لرونکې" وبلله.
هغې د محکمې له پرېکړې وروسته په یوه پنځه مخیز بیان کې ویلي، چې د اعدام سزا د لنډمهاله حکومت هغه تګلاره ده چې په وینا یې غواړي د دې عوامي لیګ ګوند د سیاسي ځواک په توګه له منځه یوسي".
شیخ حسینه، چې په هند کې په جلاوطنۍ کې ده، له دې مخکې یې هم دا محاکمه "مسخره" بللې وه او پر ځان لګېدلي ټول تورونه یې رد کړي وو.
د بنګله دېش پخوانۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه او یو بل شریک تورن، چې د کورنیو چارو پخوانی وزیر اسدالزمان خان کمال دي له محکمې غایب وو.
د بنګله دېش پلازمېنه ډاکه کې د ځانګړې محکمې له دې پرېکړې مخکې سلګونه احتجاجیان راټول شوي وو. پولیسو د ناکراریو رامنځته کېدو اندېښنو ته په پام سره راټول شوي مظاهره کوونکي تیت او پرک کړل.
پولیسو د هغو لاریون کوونکو د شړلو لپاره چې د شیخ حسینه د کورنۍ اړوند ملکیت پر لور یې لاریون کاوه، بې هوښه کوونکي لاسي بمونه کارولي دي، او وروسته په سړکونو سرتېري ځای پر ځای شول.
پر شیخ حسینه تور پورې شوی و، چې پروسږ کال یې د هغو مظاهره کوونکو پر ضد د امنیتي ځواکونو عملیاتو امر کړی و، چې محصلینو او زدکوونکو یې مشري کوله او د مېرمن واجد حکومت پر ضد لارو، کوڅو ته وتلي وو. په هغو مظاهرو کې د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې تر ۱۴۰۰ پورې کسان وژل شوي وو.
څارنوالانو په غیاب کې د یوې محاکمې په ترڅ کې مېرمن حسینې ته د اعدام سزا غوښتنه کوله. شیخ حسینه پر ځان لګېدلي ټول تورونه ردوي.
د یادونې ده، چې د حکومت له نسکورېدو وروسته نوموړې هند ته لاړه او تر اوسه پورې همالته ژوند کوي.
تېره اونۍ له بي بي سي سره په خبرو کې شیخ حسینه په غیاب کې دا محاکمه "صحرايي محکمه" بللې وه.
دویم ځل پناه

د عکس سرچینه، Getty Images
تېر کال په بنګله دېش کې له خونړیو مظاهرو وروسته د ۲۰۲۴ کال د اګست پر ۵ مه شیخ حسینه په یوه پوځي الوتکه کې د هند غازي اباد سیمې هینډون هوايي ډګر ته کې ښکته شوه کله چې هغه په بنګله دیش کې له پراخو لاریونونو څخه وتښتېده.
دا ورځ په هغه هېواد کې د دې لپاره یوه پېژندل شوې پناه ځای کې لومړۍ ورځ وه، چې مخکې یې هم ورسره مرسته کړې وه.
شاوخوا پنځه لسیزې مخکې دا له خپلې خور سره هند ته له هغه وروسته راغلې وه، چې د دوی پلار، د بنګله دېش لومړنی ولسمشر شیخ مجیب الرحمان، د ۱۹۷۵ کال په پوځي کودتا کې د دوی د کورنۍ له ځینو نورو غړو سره یو ځای ووژل شو.
دواړه خویندې هغه مهال د رخصتیو تېرولو لپاره له هېواده بهر وې چې هغه کودتا وشوه. دوی د ورتګ لپاره بل هیڅ ځای نه درلود، هند ته یې مخه کړه، چې په ۱۹۷۱ کال کې د پاکستان پر وړاندې د خپلواکۍ په جګړه کې د بنګله دېش یو مهم متحد و. حسینه ته د هند د هغه وخت د لومړۍ وزیرې اندرا ګاندي لخوا سیاسي پناه ورکړل شوې وه.








