د عمران خان زوی له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د پلار روغتیايي وضعیت معلومولو کې ورسره مرسته وکړي

عمران خان له خپلو زامنو سره، ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، X/IMRAN KHAN

د عکس تشریح، عمران خان له خپلو زامنو سره، ارشیف تصویر

د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان زوی قاسم خان پر خواله رسنیو یوه تازه پوسټ کې ویلي، د پلار نیول کېدو یې ۸۴۵ ورځې وشوې. قاسم خان په یوه اېکس پیغام کې ادعا کړې، چې ''له تېرو شپږو اونیو راهیسې هغه (عمران خان) په ډیت سېل نومې هغه زندان خونه کې چې د اعدام په سزا محکوم شوي زندانیان پکې وي، ګوښی ساتل کېږي.

قاسم خان ویلي د عمران خان خویندو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې ورسره وویني، په داسې حال کې، چې د محکمې په امر کې په څرګند ډول دوی ته له خپل ورور سره د لیدنې حق ورکړل شوی دی.

د عمران خان زوی په خپل پوسټ کې ادعا کړې، چې "له عمران خان سره نه د ټیلیفون له لارې اړیکه نیول شوې، نه لیدنه شوې او دا هم نه ده تائید شوې، چې هغه ژوندی دی. زه او ورور مې نه یو توانېدلي، چې له خپل پلار سره هېڅ ډول اړیکه ونیسو."

هغه وايي، دا ګوښیتوب د هېڅ ډول خوندیتوب پروټوکول برخه نه ده، بلکې دا د هغه د "وضعیت پټولو او زموږ له کورنۍ د هغه روغتیايي وضعیت معلومات پټولو شعوري هڅه ده."

نوموړي زیاته کړې، چې: "زه غواړم په څرګند ډول ووایم، چې که د دې غیر انساني چلند له کبله هغه ته څه ورپېښ شي، بشپړ مسوولیت به یې د پاکستان حکومت پر غاړه وي."

قاسم خان د خپل پیغام په پای کې له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو له نړیوالو سازمانانو غوښتي چې "سملاسي دې دې مسائلو کې مداخله وکړي، دا ټولې ادارې باید د عمران خان د ژوند تائید غوښتنه وکړي، د محکمې له امر سره سم دې هغه ته لاسرسی او ورسره لیده-کاته یقیني کړي، غیر انساني ګوښیتوب باید پای ته ورسېږي او د پاکستان تر ټولو ډېر محبوب سیاسي مشر د خوشي کېدو غوښتنه دې وکړي، چې یوازې د سیاسي لاملونو له کبله په زندان کې ساتل شوی دی."

په ورته مهال د عمران خان خور علیمه خان له خپل ورور سره د لیدنې اجازې نه موندلو له کبله د اسلام اباد عالي محکمه کې د (توهین عدالت) یا محکمې ته د سپکاوي عریضه کړې.

په عریضه کې ویل شوي، چې د مارچ پر ۲۴ مه اسلام اباد عالي محکمې د زندان چارواکو ته په څرګند ډول امر کړی و، چې دې باید له عمران خان سره د لیدو اجازه ورکړل شي، خو په عریضه کې ویل شوي، زندان چارواکو د محکمې امر نه دی عملي کړی.

د عمران خان خور علیمه خان د اسلام اباد عالي محکمې ته عریضه کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د عمران خان خور علیمه خان د اسلام اباد عالي محکمې ته عریضه کړې.

د علیمه خان په عریضه کې د پاکستان راولپنډۍ اډیاله زندان مشر، د کورنیو چارو فدرالي وزیر او پنجاب ایالت کورنیو چارو مرستیال مقابل لوری بلل شوي دي او له محکمې غوښتل شوي، چې د محکمې پرېکړې له پامه غورځولو په تور باید د "دې کسانو پر ضد محکمې ته د سپکاوي له کبله اقدام وشي."

د ښاغلي خان د خور او زوی له دې څرګندونو سره چې دوی ته په زندان کې د عمران خان لیدنې اجازه نه ورکول کېږي، پر خواله رسنیو هم د عمران خان د روغتیا او خوندیتوب په هکله ګڼ شمېر کسان اندېښنې ښيي.

د خواله رسنیو ځینې کاروونکي وايي، چې ښاغلی خان د راولپنډۍ له اډیاله زندانه بل ځای ته لېږدول شوی او ان د کورنۍ غړي یې هم د روغتیا په هکله معلومات نه لري.

بل لور د راولپنډۍ زندان چارواکي وايي، د ښاغلي خان روغتیايي وضعیت ښه دی.

د پاکستان مخکینی لومړی وزیر او د تحریک انصاف پاکستان ګوند مشر عمران خان له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې د راولپنډۍ سیمې په اډیاله زندان کې زنداني دی.

په ۱۹۵۲ کال کې زېږېدلی عمران خان چې تر دوو لسیزو پورې د کرېکټ له مشهورو لوبغاړو یو و، له ۲۰۲۳ کال راهیسې زنداني دی، خو د یوه سیاسي مشر په توګه لا هم پاکستان کې خورا ګڼ شمېر پلویان لري.