انسانان ولې غیبت کوي، څېړونکي پرې څه وايي؟

Screaming halftone lips. Illustration of gossip at work.

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ولې داسې کوو، پروګرام
    • دنده, بي بي سي راډیو فور

غیبت کول د یو چا شهرت له منځه وړلی شي، د یو چا چلن ته توجیه ورکولی شي، دا خلک خندوي، او د ډېرو له نظره بیا دا "یوه ګناه" ګڼل کېږي.

غیبت داسې یو څه دي، چې له ښاري کلتوره نیولې، تر کلیو بانډو پورې په هر کلتور کې اورېدل کېږي.

ډاکټره نیکول هېګن هیس، چې د واشنګټن ایالت پوهنتون کې د انساني ارتقا پېژندنې مرستیاله پروفیسوره ده، په دې هکله وايي:

"په هر کلتور کې، هر څوک چې شرایط ورته برابر شي، هرومرو غیبت کوي."

کله چې غیبت یاد شي، ذهن ته مو په یو چا پسې د هغه په نشتون کې یو څه ویل راځي، داسې خبرې چې معمولاً له بدنیتۍ کېږي، خو ډاکټره هیس دا تعریف پراخوي. د دې په خبره، غیبت یا شایعات ''هره هغه تبادله ده چې د یو چا د شهرت په تړاو وي.''

په دې معانا چې زموږ په غیاب کې د ملګرو، کورنۍ، همکارانو او یا سیالانو ځینې خبرې غیبت بللای شو، خو د غیبت څرکونه ان په خبري رپوټونو او د لوبو پایلو کې هم اورېدلای شو.

ډاکتره هیس وايي: ''زما له تعریف سره سم، دا مهمه نه ده، چې یو درېیم غایب کس باید وي، چې غیبت یې وشي، بلکې دا د یو مخامخ کس په هکله هم کېدای شي، مثلاً، د کالیو په هکله یې څه فکر کېږي، یا دا چې څه یې کړي یا کوي، زما په اند دا ټولې خبرې په غیبت کې راځي.''

خو ولې انسان دا چلند غوره کړی؟

دا هغه پوښتنه ده چې څېړونکي تر اوسه هڅه کوي ځواب یې ومومي. دلته ځینې مهم نظریې یادوو:

تړاو

دا نظریه چې غیبت ممکن د ټولنې لپاره مثبت رول ولري، د انساني ارتقا پېژندونکي پروفیسور رابین ډنبر لخوا مشهوره شوې.

د هغه له نظره، تي لرونکي یو بل پاکوي، ګروي یې او موښي یې چې نه یوازې د نظافت لپاره وي، بلکې دا چاره د اړیکو جوړولو، له جنجال وروسته د روغې، جوړې، ذهني فشار کمولو، او ټولنیز حیثیت ټاکلو لپاره هم کارېږي. دې ته ''الوګرومینګ'' یا هراړخیز سینګارول هم ویل کېږي.

خو انسانان چې د نورو تي لرونکو په څېر پر څرمن ګڼ ویښتان نه لري، نو د ده له نظره غیبت او عادي خبرې ښايي د انسانانو لپاره د همدې "الوګرومینګ" عصري بڼه ده.

د ډنبر له نظره، ژبې هم ځکه پارتقا کړې، چې خلک وکولای شي غیبت وکړي.

Two men talking to each other in an office while two women in the background are focused on their computer screens, working

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کله چې غیبت یاد شي، ذهن ته مو په یو چا پسې د هغه په نشتون کې یو څه ویل راځي، داسې خبرې چې معمولاً له بدنیتۍ کېږي

یووالي او اندونه شریکول

د امریکا ډارتماؤت پوهنتون ۲۰۲۱ کال یوه څېړنه ښيي چې خلک د خبرو له لارې نه یوازې د یو بل پر فکر اغېز کوي، بلکې یو بل ته نږدې کېږي. په دې څېړنه کې ویل شوي:

"موږ اټکل کوو چې ګډونوالو له یو بل سره د مشترکاتو احساس رامنځته کړ، یو 'ګډ واقعیت' یې پیدا کړ، چې د یو بل پر چلند او لیدلوري اغېز کوي او په ورته مهال د ټولنیزې اړیکې لپاره د یو بل غوښتنې پوره کوي."

یاده څېړنه دا هم ښيي چې غیبت همکارۍ ته هڅونه کوي، ځکه کله چې هغوی ته د غیبت موقع ورکړل شوه، ګډونوالو چمتووالی درلود تر څو له ډله‌ییزې لوبې سره مالي مرسته وکړي.

"غیبت یو واحد او ساده مفکوره نه ده، بلکې له هغه څه ډېر ژور دی چې خلک یې ساده او بې اساسه بد رد ګڼي."

دوی دا هم وموندله چې غیبت یا خبرې اترې په ډله ییز ترتیب کې د همکارۍ په وده کې مرسته کړې او کله چې له یو بل سره دخبرو-اترو کولو فرصت ورکړل شو، ګډونوال لیوال وو چې په یوه ډله ییزه لوبه کې ډېرې پیسې مصرف کړي.

څېړونکي وايي، غیبت یو-ایکړ جوړښت نه لري او زموږ د هغه دودیز تعبیر برعکس چې ګواکې دا خوشې-چټې خبرې دي، داسې څه دي چې ډېرې پېچلتیاوې لري.

کیسې او ساتېری

د "نارمل ګاسیپ" یا عادي ګپ-شپ په نامه پوډکاسټ موسسه او کوربنه کیلسې مککینې چې په خپرونه کې یې عام خلک خبرې-اترې کوي، ښه پوهېږي چې یوه خوندوره کیسه څنګه خلک سره یو ځای کوي.

کله چې وبا خپره شوه او خلک قرنطین شول، د کیسو او خبرو اترو اړتیا نوره هم ډېره شوه. دا په دې هکله وايي: "ما ته معلومه شوه، چې موږ ورته وږي شوي وو. "

دا وايي: "زموږ د ژوند ډېره برخه او هغه لید چې موږ پرې نړۍ درک کوو همدا کیسې دي، چې موږ یې ځان ته وایو، او ګپ-شپ همدا کیسه ده. موږ یو بل ته د ځان په اړه وایو، او له همدې امله خطر هم شته، خو ډېر څه پکې ښه هم شته."

انسانانو د میلیونونو کلونو تکامل په ترڅ کې زده کړي، چې څنګه د احتمالي خطرونو پر وړاندې د ځان او شاوخوا نورو انسانانو ساتنه وکړي.

Three young women are talking animatedly, seemingly amused by something on one of their mobile phones

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوه څېړنه ښيي، هغه کسان چې غیبت کوي، په دې پروسه کې یو بل ته نژدې کېږي.

بقا

د ځینو ښځو لپاره بیا د بقا په ستراتیژي کې غیبت یوه خورا مهمه وسیله بلل کېږي، په ځانګړې توګه دا هغه مهال لا زیاته مهمه شي، چې د احتمالي خطرونو ګواښونه ډېر شي.

ډاکتره هاګن هیس وايي: ."کله چې له یوه نارینه سره د شخړې موضوع رامنځته کېږي، ښځې له فزیکي پلوه په مساعد وضعیت کې نه دي، نو په داسې صورت کې په ځانګړې توګه دا ورته مهمه شي چې مهم اطلاعات له خپلوانو او متحدینو ښځو سره شریک کړي."

دغه راز شهرت هم په ټولنه کې زموږ د حیثیت او بقا برخه کې خورا مهم رول لري. ډاکتره هیس وايي، بدنامي خورا ناوړه پایلې لرلای شي. د دې په اند دې سره ټولنیز حیثیت ته زیان رسېدای شي، د اقتصادي ګټو له فرصتونو محروم کېدای شي او ان د خوړو په څېر سرچینو ته لاسرسی ورسره محدود کېدای شي: "نو، کله چې په منفي انداز درپسې خبرې کوي، دا رښتیا هم پاموړ زیان درته رسولای شي. "

د نوموړې په خبره غیبت ځینې وختونه په ټولنه کې د حیثیت کنټرول یا ودې لپاره هم کارول کېږی.

دا وايي، خلک هڅه کوي په ټولنه کې خپل حیثیت پر ځای وساتي او د دې لپاره د غیبت له لارې یو بل څاري او کله-کله داسې هم کېږي، چې ځینې د خپل معتبروالي ساتنې یا د سیالانو کمزوري کولو لپاره هم دا چاره ترسره کوي:

''انسانان معمولاً خپلمنځي رقابت کوي او شخړې داسې څه نه دي، چې ترې په امان کې پاتې شو.''

Two young women sat across from each other at a table, gossiping and laughing

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ''د خوند لپاره دی، د بقا لپاره او که د ټولنیز یوالي لپاره، خو غیبت د ټولې نړۍ د انسانانو تر منځ یو مشترک اصل او د ژوند یوه تلپاتې برخه ده.''

ساعتیری

د ډېرو خلکو لپاره ښايي غیبت یو بې ضرره خوند وي. پوډکاسټ کوربنه مککېنې وايي، ''دا د غیبت هماغه ډول دی، چې زه په کې تخصص لرم.''

د کیسو بیانو ته ژمنتیا له دې سره له کوچینوالي ځکه مله ده، چې په یوه داسې مذهبي کورنۍ کې لویه شوې، چې غیبت ته پکې د ګناه په نظر کتل کېدل او دې هم همدا ورزده کېدل. دا د ټوکې په انداز وايي، "یو ښه ګپ-شپ همدې ته وایي، چې له خولې دې بل چا ته سملاسي یوه خبره ووځي او له دې پرته نړۍ به څومره بې خونده وي! "

ډاکتره هیس وايي، ''د خوند لپاره دی، د بقا لپاره او که د ټولنیز یوالي لپاره، خو غیبت د ټولې نړۍ د انسانانو تر منځ یو مشترک اصل او د ژوند یوه تلپاتې برخه ده.''

دا زیاتوي:

"ګپ-شپ یا غیبت رښتینې پایلې لري. که دا له ناڅاپي، ناسمو او غیر رسمي خبرو-اترو پرته بل هېڅ څه نه وای، نو د خلکو پر هغو پرېکړو به یې اغېز نه درلود، چې د ټولنې نورو غړو ته یې د ګټې رسولو لپاره کوي."

په دې رپوټ کې د بي بي سي نړیوالې څانګې لخوا هم معلومات شامل شوي دي.