تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سندرې ویلو روغتیایي ګټې
- Author, ډېوېډ کاکس
دا د کال هغه وخت دی، چې د ډېرو ټولنو په فضا کې نرم غږونه خپاره وي یا کله ناکله مستې سندرې اورېدل کېږي ځکه د عیسوي اختر یا کريسمس سندرغاړي د خوښۍ نه ستړې کېدونکې فضا جوړوي.
دا ټول غږونه، نارې او زېري په رښتیا هم خوشالي او بری راوړي.
خو دا سندرغاړي ښايي پر یوې مهمې موضوع پوه وي یا نه وي، چې دوی په سوداګریزو سیمو، د رېل په تمځایونو، د عمر خوړلو پالنځایونو او ستاسو د کور مخې ته د خوشحالۍ سندرې وایي او له دې سره خپله روغتیا هم ښه کوي.
موندنې ښيي، چې سندرې زمزمه کول له دماغه نیولې تر زړه پورې ویونکو لپاره ګڼې ګټې لري، په ځانګړي ډول که په ډله ییز ډول یې وبولي.
دا کولی شي خلک یو بل ته نږدې کړي، بدن له ناروغیو سره د مبارزې لپاره چمتو کړي او ان درد کم کړي.
نو ایا کېدلی شي ستاسو لپاره هم په لوړ اواز د سندرو ویل ګټور وي؟
"سندرې ویل یو ذهني، فزیکي، عاطفي او ټولنیز عمل دی"
دا الېکس سټریټ وايي. دی کمبریج کې په موسیقۍ د درملنې څېړنیز انسټیټیوټ کې څېړونکی دی او دا ازمايي، چې موسیقي څنګه د دماغي ټپونو له امله زیانمن شویو ماشومانو او لویانو سره مرسته کولی شي.
ارواپوهان له ډېرې مودې راهیسې دې ته حیران دي، چې څنګه یو ځای سندرې ویل د خلکو تر منځ قوي ټولنیز تړاو رامنځته کوي، ان د هغو کسانو ترمنځ، چې د سندرو په ویلو شرمېږي یو ډول نژدې والی رامنځ ته کوي.
څېړنو ښودلې، چې نااشنا کسان یوازې له یوه ساعت ګډو سندرو وروسته نږدې اړیکې جوړولی شي.
ښکاره ده او د حیرانتیا وړ خبره هم نه ده، چې سندرې ویل سږو او تنفسي سیستم ته فزیکي ګټې لري.
ځینې څېړونکي ان د سږو د ناروغیو د درملنې لپاره له سندرو کار اخلي.
ښې ازانګې
سندرې ویل نور فزیکي اغېزې هم لري، چې ان اندازه کېدلی شي او هغه دا چې د زړه ضربان او د وینې فشار ښه کوي.
په پېنډو او ډلګیو کې سندرې ویل ان د معافیت سیستم پیاوړی کوي، چې عادي یو ډول موسیقي اوریدل دا کار نه شي کولی.
د دې لپاره بېلابېل دلایل او لارښونې شته.
د بیولوژي له نظره، ویل کېږي، چې سندرې ویل "وېګس اعصاب" فعالوي، هغه اعصاب چې د غاړې شاته عضلاتو او د غږ له تارونو سره نېغ تړاو لري.
همدارنګه د کنټرول شوې اوږدې ساه ایستلو له امله، د خوښۍ او د درد د کمېدو هورمونونه (اندورفینونه) خوشې کېږي.
سندرې ویل زموږ د مغزو په دواړو نیمکره ګانو کې پراخه عصبي شبکه فعالوي او هغه سیمې روښانوي، چې ژبه، حرکت او احساسات تنظیموي.
دا د هغه منظم تنفس سره چې د سندرو ویلو پر وخت ورته اړتیاوي، د فشار کمولو یوه اغېزمن وسیله ګرځي.
سټریټ وايي: "د ښه احساس نښې د روښانه غږ، د مخ په حرکتونو او د بدن د حالت په ډول راڅرګندېږي."
کېدلی شي د دې ګټو تر شا ژور تاریخي لاملونه هم وي.
ځینې انسان پېژندونکي باور لري، چې زموږ پخوانيو انسانانو له خبرو کولو مخکې سندرې ویلې. د طبیعت د غږونو د تقلید یا د احساس د څرګندولو لپاره یې اوازونه کارول.
دې ښايي زموږ د ټولنیزو اړیکو، عاطفي څرګندونو او پرمختګ کې مهم رول لوبولی وي.
سټریټ وايي، دا ناڅاپي خبره نه ده، چې سندرې ویل د هر انسان د ژوند برخه ده، که موسیقۍ ته لیوالتیا ولري او که نه.
زموږ دماغ او بدن د زېږون له مهاله د سندرو پر وړاندې مثبت غبرګون ته جوړ شوي دي.
هغه وايي: "ماشومانو ته لالايي ویل کېږي او همدارنګه د جنازو پر مهال ساندې ویل کېږي.
موږ خپل مهال وېش د شعار په ډول زده کوو، او الف بې تې د نغمو او تال له لارې. "
یو ځای کې راټولېدل
خو هر ډول سندرې ویل یو شان ګټورې نه دي. د بېلګې په توګه، په ګډه یا کور کې سندرې ویل د انفرادي سندرغاړو پرتله د ذهني هوساینې لوړه کچه رامنځته کوي.
له همدې امله، تعلیمي څېړونکو په ماشومانو کې د همکارۍ، ژبې پراختیا او احساساتي تنظیم د هڅولو لپاره سندرې ویل د یوې وسیلې په توګه کارولي دي.
شاید د سندرو تر ټولو حیرانوونکې ګټه دا وي، چې د دماغو د رغېدنې په بهیر کې رول لري هغه چې زیان ورته رسېدلی وي.
ډاکټران د بېلابېلو روغتیایي حالاتو لرونکو کسانو د ژوند د کیفیت د ښه کولو لپاره هم له سندرو ګټه اخلي.
په ټوله نړۍ کې، څیړونکو د سرطان او فالج (سکتې مغزي) څخه ژغورل شویو کسانو، د پارکنسن (Parkinson) ناروغۍ او ډیمنشیا (dementia) سره ژوند کونکو خلکو د دوی پاملرنې لپاره د ځانګړې ټولنې له سندرغاړو سره د ناستې ولاړې اغېزې څېړلې دي.
د بېلګې په توګه، د پارکینسن ناروغانو لپاره سندرې ویل د تلفظ وړتیا ښه کوي، هغه مهارت چې ناروغان د ناروغۍ د پرمختګ له کبله له ستونزو سره مخامخ وي.
سندرې ویل د عمومي روغتیا د ښه کولو یوه طریقه هم ده، ځکه دا د یو داسې فزیکي تمرین په توګه ښوول شوی، چې ارزښت یې تر ډېره نه دی درک شوی، او د چټک قدم وهلو سره ورته دی.
د ساوتهامپټن پوهنتون د تنفسي فزیوتراپي مرستیال استاد ادم لوېس وايي: "سندرې ویل یو فزیکي فعالیت دی او ښايي له ورزش سره ځینې ګډې ګټې ولري"
یوې څېړنې ان وړاندیز وکړ، چې سندرې ویل، د هغو غږیزو تمرینونو سره چې مسلکي سندرغاړي یې د تال او غږ د برابرولو لپاره کاروي، د زړه او سږو لپاره په منځني سرعت د قدم وهلو په څېر یو تمرین دی.
څېړونکي همدارنګه ټینګار کوي، چې په ګروپي سندرو کې ګډون د اوږدمهالو کړونکو ناروغیو لرونکو کسانو د رواني هوساینې لپاره هغه ګټې لري، چې اکثره ورته پاملرنه نه کېږي.
سټریټ وایي، سندرې ویل دې کسانو ته دا وړتیا ورکوي، چې پر دې تمرکز وکړي، څه کولی شي، نه پر دې چې څه نه شي کولی.
هغه وايي: "ناڅاپه په خونه کې یو ډول یوالی او برابري رامنځته کېږي. ساتونکي نور یوازې ساتونکي نه وي او روغتیایي کارکوونکي هم په همدې ډول؛ دوی سندره وايي. "
"په رښتیا چې ډېر لږ نور څه دي، چې دا ډول اغېزه ولري."
هره ساه چې اخلئ
د هغو کسانو له ډلې چې تر ټولو ډېرې ګټې یې تر لاسه کړې دي، یو هم هغه خلک دي چې اوږدمهالې تنفسي ستونزې لري. دا یوه داسې موضوع ده، چې د امپیریل کالج لندن د تنفسي طب کلینیکي استاد کِیر فیلیپ د څېړنو اصلي تمرکز یا موضوع ګرځېدلې.
فیلیپ خبرداری ورکوي، چې سندرې ویل دا ناروغۍ نه درملوي خو د نورو درملنو ترڅنګ یو ټولګډی ملاتړ کوونکی چلند کېدلی شي.
فیلیپ وايي: "د ځینو خلکو لپاره، د ساه لنډۍ سره ژوند کول کولی شي د دوی د تنفس کولو طریقه بدله کړي، چې دا به غیر منظم او غیر موثر وي."
"ځینې د سندرو بنسټیزې طریقې د تنفسي عضلو، تال او ژورتیا په بنسټ د دې ستونزې په ښه کولو کې مرسته کوي او د نښو په کمولو کې ګټورې وي. "
د هغه یوې تر ټولو مشهورې څېړنه کې د تنفس یو پروګرام شامل و، چې د بریتانیا د ملي اپرا مسلکي سندرغاړو سره د کار له لارې جوړ شوی و، او د اوږدمهاله کووېډ ناروغانو په یوه تصادفي کنټرول شوې تجربه کې وکارول شو.
د شپږو اونیو په موده کې پایلو وښودله، چې د ناروغانو د ژوند کیفیت ښه شو او د تنفسي ستونزو ځینې برخې کمې شوې.
په ورته وخت کې، سندرې ویل د هغو کسانو لپاره چې پټې روغتیایي ستونزې لري بېخطره هم نه دي.
ډله ییزې سندرې ویل د کوویډ-۱۹ وبا په لومړیو مرحلو کې د لا زیاتې خپریدو سره تړاو درلود، ځکه چې د سندرې ویلو کولی شي په لویه کچه هوا کې ویروس خپور کړي.
فیلیپ وايي:
"که تاسې تنفسي انتان (میکروب) لرئ، غوره دا ده، چې د همدې اونۍ ګډ تمرین پرېږدئ، څو نور له خطر سره مخ نه کړئ"
خو شاید د سندرو تر ټولو حیرانونکې ګټه دا وي، چې ظاهرا د دماغ د بیا رغېدو په بهیر کې مرسته کوي.
دا د امریکا د پخوانۍ کانګرس غړې ګابریل ګفورډز په کیسه کې ښه څرګنده شوې، چې په ۲۰۱۱م کال کې په سر وویشتل شوه خو ژوندۍ پاتې شوه.
ګفورډز د څو کلونو په موده کې له سره د تګ، خبرو، لوستلو او لیکلو زده کړه وکړه، او روغتیاپالانو د هغې د کوچنیوالي سندرې کارولې ترڅو د خبرو رواني بڼه بېرته ترلاسه کړي.
څېړونکو ورته لارې له مغزي سکتې ژغورل شویو کسانو لپاره هم کارولې دي، ځکه سندرې د اوږدې مودې تکرار رامنځته کوي، چې د دماغو د دواړو نیمه ګردو کاسو تر منځ نوې اړیکې جوړوي. هغه اړیکې چې د سکتې پر مهال اکثره زیانمنې کېږي.
تیورۍ شته چې وايي سندرې ویل له هغو کسانو سره هم مرسته کولی شي چې د ذهني زوال له ستونزو سره مخامخ وي، ځکه سندرې ویل د دماغو ډېر تمرکز او هڅه غواړي. د کلمو موندل، د حافظې کارول، او پاملرنې ته اړتیا لري .
"د زړو کسانو ذهن ته د سندرو د ګټو شواهد ورو ورو ډېرېږي."
د هلسینکي پوهنتون د نیوروپسیکولوژۍ استاد تېپو سرکمو وايي:
"خو لا هم په دې لږ پوهېږو، چې آیا سندرې ویل په رښتیا د ذهني زوال مخه نیولی شي یا یې ورو کولی شي، ځکه دا کار د کلونو اوږدمهاله پراخو څېړنو ته اړتیا لري. "
سټریټ وايي، ټولې دا څېړنې، چې د سندرو ځواکمن اغېز ښيي هغه که ټولنیز وي یا د مغز تر کچې، دا ټول روښانه کوي، چې ولې سندرې ویل د انسان د ژوند دومره اساسي برخه ده.
خو هغه اندېښنه هم لري، چې خلک له ټیکنالوژۍ سره د ډېر وخت تېرولو له امله د سندرو په څېر ګډو فعالیتونو ته لږ وخت ورکوي، او له همدې کبله ډېر کسان یې له ګټو بېبرخې پاتې کېږي.
هغه وايي: "موږ ډېر څه موندلي دي، په ځانګړي ډول په دې اړه، چې د دماغو د ټپي کېدو په بیا رغېدنه کې سندرې څنګه مرسته کوي. "
"څېړنې اوس دا څرګندوي، چې ښيي سندرې ویل ان د هغو کسانو لپاره هم اغېز لري چې ستر ټپونه لري.
دا معقوله ده، ځکه سندرې ویل تل د ټولنو د یوځای کولوکې بنسټي ونډه لري. "
ښايي دا په همدې کال کې د کريسمس یا عیسوي اختر د ونې شاوخوا له سندرو د خوند اخیستو لپاره یو بل ښه دلیل وي.