د پاکستان حکومت د طالبانو پلاوي له ورتګه بېخبري ښوولې

د عکس سرچینه، AFP

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سکرتر اعزاز احمد چوهدري وایي، دې هېواد ته د افغان طالبانو د پلاوی د راتګ په اړه معلومات نه لري.

ښاغلي چوهدری د چهارشنبې په ورځ یوې خبري ناسته کې د خبریالانو ددې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو پلاوی له کوم دریځ څخه د افغان کډوالو او سرحدي سیمو د ستونزو په اړه خبرې کوي وویل: "زه پاکستان ته ددې پلاوي د راتګ په اړه هېڅ معلومات نه لرم، نو ځکه ستاسو دې پوښتنې ته ځواب هم راسره نشته."

قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر پرون اعلان وکړ چې د هغوی یو پلاوی په پاکستان کې دی او د تګ هدف یې هم په پاکستان کې د افغان کډوالو، سرحدي مسایلو او په ځانګړې توګه د ملا برادر او یو شمېر نورو افغان زندانیانو خوشي کولو پرسر خبرې دي.

په اسلام اباد کې ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي، دا پلاوی د افغانستان دولت له استازو سره د خبرو لپاره چې ټاکل شوې وه، پرون ترسره شوی وای، پاکستان ته راغلی، خو دا خبرې اترې ځنډېدلي دي.

بلخوا د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال بي بي سي ته وویل، د افغانستان دولت لومړی له پاکستانه "عمل" غواړي او وروسته یې د خبرو پر ریښتینولۍ باور کولی شي.

ښاغلي مینه پال وویل: "ترڅو چې پاکستان د سولې خبرو څلوراړخیز ډلې په چوکاټ کې پر شویو ژمنو عمل ونه کړي او خپل خاوره کې د هغو [افغان] طالبانو پرضد اقدام ونکړي چې د سولې بلنې ته یې په جګړې ځواب ویلي، د پاکستان له لارې طالبانو سره مذاکره د وخت ضایع کول دي."

کابل کې د سه شنبې ورځې (حمل/ وري ۳۱مه) تر خونړي برید وروسته د پارلمان ځانګړې غونډه راوبلله او د طالبانو، سولې بهیر او د پاکستان په تړاو یې خپله نوې تګلاره روښانه کړه.

هغه له طالبانو د ترهګرې ډلې په توګه یادونه وکړه او له دې ډلې سره د دولت د جدي برخورد او د یو شمېر زنداني طالبانو د اعدامولو خبره یې وکړه.

د افغانستان ولسمشر همداراز وویل، د څلوراړخیزې ډلې د هوکړې له مخې پاکستان ژمنه کړې که طالبانو د سولې خبرې رد کړي، نو اسلام اباد به په خپله خاوره کې ددې ډلې پرضد عملیات کوي او اوس افغانستان انتظار باسي چې پاکستان پر خپلو ژمنو عمل وکړي.