افغان حکومت: د کابل دبريد قربانيانو سره به مرسته کوو

 د قربانيانو اکثريت ملکي وگړي دي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د قربانيانو اکثريت ملکي وگړي دي

د افغانستان د کورنېو چارو وزارت وياند وايي د پل محمود خان بريد کې د وژل شوو شمېر ٦٤ کسانو ته لوړ شوى دى.

ددې وزارت وياند، صديق صديقي، خبريالانو ته وويل چې ددې بريد له امله د ژوبلو شمېر نزدې ٣٥٠ ته لوړ شوى دى.

ښاغلي صديقي دا بريد د بشريت ضد جنايت وبللو او وې ويل چې " طالبان به کله هم خپل هدف ته نه رسيږي".

ده وويل چې د پروني بريد ډېرى قربانيان ملکي وگړي دي.

د افغانستان دننه اوبهر د بريد  ډېره غندنه شوې ده.

د عکس سرچینه، bbc

د عکس تشریح، د افغانستان دننه اوبهر د بريد ډېره غندنه شوې ده.

د کورنېو چارو وزارت وياند وويل چې د ډيرو ژوبلو وضعه ښۀ ده، خو پاملرنې ته اړتيا لري. ده وويل چې ژوبل د پلازمينې په بېلابېلو روغتونونو کې د تداوۍ لاندې دي.

ده ژمنه وکړه د پېښې قربانيانو سره به مرسته کېږي، خو دا چې دا مرستې به څه ډول وي ښاغلي صديقي يې په اړه څه تفصيل ورنۀ کړ.

ښاغلي صديقي وويل چې د پروني بريد په تعقيب د هېواد په بېلابېلو برخو کې د امنيتي چمتووالي کچه لوړه شوې ده.

ده وويل چې ددې بريد په اړه پلټنې روانې دي او په اړه يې د ملي امنيت په مشرۍ يو پلټونکى پلاوى ټاکل شوى دى. د کابل پروني بريد د افغانستان دننه اوبهر څخه غبرگونونه راپارولي دي . دملگرو ملتو سرمنشي، بان کي مون، ددې بريد د غندلو پر مهال وويل چې "بايد ترورزم پرضد مبارزه وشي".