دولتي سرچینې: د تخار درقد کې یو طالب قومندان وژل شوی

د عکس سرچینه، Social Media
د افغانستان په شمال تخار ولایت کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، په درقد ټاپو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې د طالبانو یو قومندان وژل شوی دی.
د درقد ستراتیژیکه ټاپو چې د امو سیند په منځ کې د تاجکستان پر پوله پرته ده، د مرغومي په شپږمه او وړمه ورځ (مرغومي ۲۰مه) د افغانستان امنیتي ځواکونو اعلان وکړ چې دا ولسوالي یې بېرته له طالبانو نیولې ده.
د افغانستان دولتي سرچینې وایي، په طالبانو پورې تړلي وسله وال د درقد ولسوالۍ له مرکز نه تر تېښتې وروسته، کلیوالو سیمو او ورڅېرمه وړو ټاپوګانو ته تښتېدلي دي.
درقد د تخار ولایت اړوند سیمه ده. د تخار سیمه ییزو چارواکو ویلي، تېره شپه د طالب وسله والو او د افغانستان امنیتي سرتېرو ترمنځ جګړه شوې ده چې په لړ کې یې د "ینګي قلعه" لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوال ضیاء الدین له یوه ساتونکي سره وژل شوی دی.
طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

چارواکي وایي، د تښتېدلو طالبانو د لټون لپاره عملیات روان دی.
د تخار ولایت ویاند سنت الله تیمور بي بي سي ته وویل، د تښتېدلو طالبانو ځېنو غړو له دولتي چارواکو سره اړیکه نیولې او ویلي یې دي چې غواړي تسلیم شي. د هغه په خبره تراوسه لس کسان تسلیم شوي دي.
ځېنو سرچینو ویلي، تسلیم شوي کسان د طالبانو سیمه ییز غړي دي او د هغوي په منځ کې ددغې ډلې کوم عمده قومندان نشته.
ځېنې ګزارشونه وایي چې په طالبانو پورې تړلي وسله والو ځېنې ډلې لا هم د درقد په ځېنو لرې پرتو سیمو کې فعال دي او د دولتي سرتېرو پروړاندې مقاومت کوي.
ځېنې دولتي چارواکي ددې ګزارشونو پخلی کوي او وایي، دولتي ځواکونه د هغوی د ځپلو لپاره ځېنې تدابیر په پام کې نیولي دي.








