امریکايي پوځي افسر په ژړا له افغانستانه د وتلو ''ناورین'' بیان کړ

د امریکايي کانګرېس هغه پلاوي د شاهدانو اورېدنه پیل کړې، چې له افغانستانه د امریکا د وتنې د ادعا شوي ناسم مدیریت په تړاو پلټنې کوي.

په دې لړ کې د امریکا د سمندري ځواکونو یوه مخکيني غړي ویلي، چې د کابل د هوايي ډګر هغه ځانمرګی بریدګر یې له بریده څو ساعته مخکې لیدلی و، چې وروسته یې په چاودنه کې ۱۷۰ کسان ووژل، خو په وینا یې پوځیانو ته د هغه د ویشتلو اجازه نه وه ورکړ شوې.

د کانګرېس د پلاوي مشر په دې تړاو ناستې ته ویلي، چې په افغانستان کې چې څه پېښ شول، د هغه په ټکو، د امریکا د ټول مرکزي حکومت ناکامي وه.

د امریکايي سمندري پوځ یوه پخواني افسر چې په افغانستان کې سخت ټپي شوی و، د کانګرېس پر وړاندې د شاهدۍ پر مهال له افغانستانه وتل یو ''ناورین '' وباله.

ټیلر وارګاس - اندریوس لومړنی کس و چې د کانګرېس پر وړاندې یې شاهدي ورکړه. د دې ارزونې د جرګه ګۍ مشري د امریکا جمهوریتپال ګوند کانګرېس غړي کوي.

د امریکا کانګرېس پر وړاندې ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتلو بهیر کې د جو بایډن حکومت فعالیتونو ارزونې لړ کې لومړنی کس و، چې بیان یې ورکړ.

ده له هغه وروسته چې طالبانو د کابل کنټرول تر لاسه کړ، د ګډوډیو او نه چمتوالي یادونه وکړه. ځینو نورو بیا په هماغه موده کې د ذهني او رواني ضرباتو خبرې وکړې.

بریدمن وارګاس - اندریوس له یو شمېر هغو امریکايي پوځیانو یو و چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶ د کابل هوايي ډګر امنیت ساتنې مسوولیت ورسپارل شوی و.

دا هغه ورځ وه چې له همدې ډګره بهر ته د تلونکو افغانانو په منځ کې دوه ځانمرګي بریدونه وشول. په هغه پېښه کې ۱۷۰ ملکي افغانان او ۱۳ امریکايي پوځيان وژل شوي وو.

بریدمن وارګاس - اندریوس شاهدي ورکړه چې ده او نورو پوځیانو ته د برید احتمالي ګواښ په هکله استخباراتي معلومات رسېدلي وو او د خلکو په ګڼه ګوڼه کې یې مشکوک بریدګر لیدلی و.

ده وویل، خپلو افسرانو ته یې په دې هکله ویلي و او د فعالیت اجازه یې غوښتې وه، چې نه وه ورکړل شوې.

ده په ډېر احساساتي ډول شاهدي ورکړه چې له چاودنې سره له ځمکې پورته شوی و او کله چې یې سترګې پرانیستې، نو په شاوخوا کې یې ملګري یا مړه او یا هم بې هوښه پراته وو.

ده وویل، ''ټول بدن مې له ټپونو ډک و، خېټه مې څېرل شوې وه، د بدن هر ښکاره غړی مې له چرو یا بیرینګونو ډک و. ''

بریدمن وارګاس - اندریوس له افغانستانه وتل یو ''ناورین '' وباله او زیاته یې کړه: ''د بې پروايي او نه احتساب یو داسې حال و، چې هېڅ توجیه نه لري. د هغو ټولو څېرې مې تر سترګو، سترګو کېږي چې موږ و نه شو کولای ویې ژغورو. ''

د کانګرېس بهرنیو چارو کمېټې د ځینې نورو امریکايي پوځیانو شاهدي هم واوریده، چې د خلکو ایستلو له هغې پروسې سره یې د ذهني او رواني روغتیايي ستونزو یادونه وکړه.

اکثریت شاهدانو له جورج بوش نیولې چې لومړی په افغانستان کې امریکايي پوځیان ځای پر ځای شول، بیا تر جوبایډن پورې د ټولو امریکايي ولسمشرانو ادارو ته د پړې ګوته ونیوله.

عیني شاهدانو له هغو افغانانو سره هم د سملاسي مرستې غوښتنه وکړه چې له امریکايي پوځیانو سره یې ګډ کار کړی او اوس په امریکا او افغانستان دواړو هېوادونو کې د دوی په وینا بې پوښتنې حالت کې پاتې دي.

جمهوریتپالو چې له ډېره وخته یې د دې ارزونې غوښتنه کوله، د پړې بار پر بایډن حکومت اچوي.

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن مخکې ویلي د هغه څه مسوولیت مني چې ''په بنسټیز ډول پېښ شول '' خو نوموړی مخکینی ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره له افغانستانه د امریکايي پوځونو ایستلو هوکړې څارنې مسوول بولي.