کابل کې پر ښوونیز مرکز برید؛ یوناما وايي د وژل شویو شمېر ۴۳ ته ختلی

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي د دوی د وروستیو شمېرو له مخې، د تېرې جمعې پر ورځ کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۴۳ او د ټپیانو شمېر ۸۳ کسانو ته لوړ شوی دی.

یوناما پر ټویټر پاڼه لیکلي چې د دوی د بشري حقونو ډلو له خوا د یاد برید د قربانیانو د ارقامو راغونډول دوام لري او امکان شته چې د وژل شویو شمېر نور هم لوړ شي.

یوناما په خپور شوي ټویټر پیغام کې برید کې د وژل شویو د تازه شمېر په اړه لیکلي:" د افغانستان پلازمېنه کې د برید قربانیانو شمېر په لوړېدو دی، ۴۳ کسان پکې وژل شوي او ۸۳ ټپیان دي چې ډېری یې تنکۍ نجونې دي، ښايي د قربانیانو شمېر له دې هم لوړ شي."

له دې وړاندې یوناما پر کاج ښوونیز مرګز برید کې د وژل شویو شمېر ۳۵ او د مړو ۸۲ کسان یاد کړي و.

یوناما له برید یوه ورځ وروسته،‌ پر ټویټر یوه پیغام کې دا هم ویلي و چې، کابل کې د یوناما د بشر حقونو ډلې د هزاره وګړو د استوګنې سیمه کې پر ښوونیز مرکز د دقیقو مالوماتو راغونډولو کې مرسته کوي.

یوناما همدا راز زیاته کړې وه چې د ټولو قربانیانو نومونه مستندولو او یادولو ته اړتیا لري، عدالت باید پلی شي.

د تېرې (جمعه) پر ورځ د کابل لوېدیځ دشت برچي سیمه کې د (کاج) په نامه یوه ښوونیز مرکز کې د ازموینې پرمهال ځانمرګی برید وشو چې په کور دننه او بهر سخت غندل شوی.

له برید وروسته په هرات بامیان او یو شمېر نورو لویو ښارونو کې د پوهنتونونو لسګونه نجونو زده کوونکو کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې لاریونونه کړل.

په لاریونونو کې یې د "زدکړه زموږ حق دی، ټولوژنه ودروئ" شعارونه ورکول.

پلازمېنه کابل کې هم یو شمېر ښځو د یاد برید د غندنې په پار لاریون کړی و چې په افغانستان کې یې پر هزاره ګانو کېدونکو بریدونو غندنه او عدالت غوښتنه یې کوله.

لاریونوالي د طالبانو د امنیتي کسانو په پرلپسې هوايي ډزو وترهېدې او لاریون یې نیمګړی پاتې شو.