د پاکستان بریدونو ته غبرګونونه؛ طالبان وايي د افغانانو حوصلې مه ازمایئ

د عکس سرچینه، MOfa
په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر خوست او کونړ د پاکستان هوايي بریدونو ته توند غبرګون ښودلی دی. د پاکستاني پوځ جنګي جېټ الوتکو د شنبې سهار وختي د خوست او کونړ پر یو شمېر سیمو بریدونه کړي چې تر ۴۰ ډېر کسان پکې وژل شوي دي.
دغو بریدونو کې هغه وزیرستانۍ کورنۍ په نښه شوې چې خپلې سیمې یې د ناامنیو او د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله پرېښې دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغو بریدونو ته غبرګون کې ويلي "پر پاکستاني لوري غږ کوو چې په داسې مسایلو کې د افغانانو حوصلې ونه آزمايي او بیا ورته اشتباه تکرار نه کړي، کنه بدې پایلې به ولري."
له دې وړاندې افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت د دغو بریدونو غبرګون کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ورغوښتی و.
په ورته وخت کې د افغانستان په خوست کې سلګونه کسان د دغه ولایت سپېره ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي بریدونو پرضد راوتلي. دوی "مرګ پر پاکستان" شعارونه ورکول.
د پاکستان له اړخه تر اوسه د دغو بریدونو په اړه رسمي غبرګون نشته، خو یوه ورځ وړاندې یې اسلام اباد کې د طالبانو استازی ورغوښتی و.
اسلام اباد کې د افغانستان سفارت یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت لخوا ورته یو لیک سپارل شوی و چې یوه ورځ وړاندې (اپریل ۱۴مه) وزیرستان کې د څو پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو یادونه پکې شوې او ویل شوي وو چې بریدګر ښايي له افغانستان ورغلي وي.
سرچینه وايي سفارت دا لیک کابل ته استولی او هلته د دې موضوع څېړنې لپاره یوه کمیټه ګومارل شوې وه، خو په خواشینۍ سره وزیرستان کې د شوې پېښې تر څېړنې وړاندې پاکستاني الوتکو پر خوست او کونړ بریدونه وکړل.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ يوناما هم دغه پېښه رد کړې او پر ټوټېر پاڼه يې لیکلي، "په خوست او کونړ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون هوايي بریدونو کې د مرګژوبلې د راپورونو په اړه ژور خواشيني دي. ملکي وګړي بايد هدف و نه ګرځي. يوناما د حقايقو راسپړلو او زيان د معلوملو لپاره کار کوي".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) ویاند محمد خراساني له ادرسه پر خواله رسنیو خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې "هره جګړه ځانته اصول لري، خو پاکستان تر اوسه هر ډول اصول تر پښو لاندې کړي. د عامو خلکو او ماشومانو وژل مېړانه نه ده."
د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ټویټر پاڼه دغو بریدونو ته غبرګون کې لیکل شوي چې هغه "...دغه بشري ضد جنایت د افغانستان د ملي حاکمیت نقض او د نړیوالو اصولو او موازینو خلاف عمل بولي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
حامد کرزی د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې سیمه کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره خپلو تګلارو او کړنو کې بدلون راوړي او له افغانستان سره د ده په وینا د نېکې او متمدنې اړیکې لار خپله کړي.
د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن دوړ هم نن د دې اسمبلۍ غونډې ته وینا کې وویل، د پاکستان تېر حکومت د دغو خلکو راستنولو لپاره هېڅ ګام وانه خیست.
ښاغلي دوړ شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ ضرب عضب عملیاتو ته په اشارې وویل چې لا یې پخواني ټپونه رغېدلي نه وو، چې نوي بریدونه پرې وشول.
هغه چې د عمران خان بېواکه کولو کې د پاکستان د اوسني حکومت مشرانو سره ملګری و، وايي ځینې شیان یې سرې کرښې دي او غلی پرې نشي پاتېدلی. هغه د دغو بریدونو په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د مخکني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم د پاکستان دغو بریدونو ته غبرګون ښودلی.
هغه د طالبانو حکومت د پاکستان "لاسپوڅی" بللی او لیکلي یې دي پاکستاني پوځیان د همدې لپاره داسې انګیري چې اوس یې افغانستان کې د بریدونو لپاره لاس خلاص دی.
هغه لیکلي د ټي ټي پي د ستونزې حل لاره دا ده چې دوحه کې ورته دفتر پرانیستل شي او د نړیوالو په ملاتړ خبرې ورسره وشي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
د افغانستان د بهرنیو چارو مخکيني وزیر محمد حنیف اتمر هم دغو بریدونو غبرګو کې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "په خوست او کونړ کې د استوګنې پر سیمو د پاکستاني پوځیانو د تېرې شپې هوايي بریدونه چې پایله کې یې زموږ بې ګناه ولسي وګړي شهیدان شوي، په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي او په کلکه یې غندو."
هغه زیاته کړې چې دا ډول بریدونه د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان اړوي او "د افغانستان خلک د دغه څرکند تیري درېدو لپاره د پرېکنده ګامونو غوښتنه کوي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 4
اسلام اباد کې پخواني افغان سفیر حضرت عمر زاخلېلوال پر خپل ټویټر لیکلي دا ډول بریدونه که "په هر دلیل وي د افغانستان د ملي حاکمیت او نافذو نړیوالو قوانینو بربنډ نقض او په کلکه د غندنې وړ دي."
هغه زیاتوي چې داسې سرغړونې او تیري د دواړو هیوادونو ترمنځ د بې باورۍ فضا لا ترینګلې او ناوړه پایلې لرلای شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 5
اسلام اباد کې د افغانستان یوه بل پخواني دېپلومات زردشت شمس بیا کابل کې د طالبانو لخوا د پاکستان سفیر د احضارېدو په څرنګوالي نیوکه کړې.
هغه ليکلي د دې لپاره چې یو کوربه هېواد مقابل لوري ته د خپګان او غوسې کچه وښيي، نو سفیر یې د وزیر له خوا نه بلکې د ټیټې کچې کوم مسوول لخوا احضارېږي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 6
د خواله رسنیو ګڼو کارنو هم د افغانستان په خوست او کونړ کې د پاکستاني پوځ د جنګي جټ الوتکو دغه بریدونه په کلکه غندلي دي.









