د کډوالو بېرته ستنولو پر سر ناندرۍ؛ د فرانسې ولسمشر د بریتانیا غوښتنې ته توند غبرګون څرګند کړی

مکرون

د عکس سرچینه، EPA

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانس هغې غوښتنې ته توند غبرګون څرګند کړی، چې له انګلیش چېنل سمندري لارې بریتانیا ته د رسېدلو کډوالو بېرته ستنولو په تړاو یې کړې وه.

فرانسوي ولسمشر پر ښاغلی جانسن تور پورې کړی، چې پر چهارشنبه د همدې لارې اوږدو کې د ۲۷ کډوالو له وژل کېدو وروسته د ټویټر له لارې د دې غوښتې په هکله ' 'جدي '' نه دی.

د ښاغلي مکرون ویاند بیا پر لومړي وزیر بوریس جانسن تور پورې کړی، چې دوه مخي کوي او په وینا یې مخامخ ناسته کې ولسشمر مکرون ته بل څه وايي.

د دواړو هېوادونو تر منځ دیپلوماتیکې ناندرۍ له هغه وروسته راپورته شوې، چې د فرانس کورنیو چار وزیر ګیرالد درمانین له خپلې بریتانوۍ سیالې پریتي پټېل د لیدنې بلنه لغوه کړه.

په پام کې ده، د یکشنبې پر ورځ به دې خبرو کې چې ښاغلي مکرون د انګلیش چېنل له سمندري لارې د کډوالو تګ راتګ ډېرېدو پر موضوع د خبرو لپاره رابللې، د جرمني، فرانسې، بلجیم، هالنډ او اروپايي کمېسیون استازي برخه واخلي.

بریتانیا

د عکس سرچینه، Reuters

له دې مخکې د فرانسې کورنیو چارو وزیر له خپلې بریتانوۍ سیالې پریټي پټېل سره له هغه وروسته خبرې لغوه کړې، چې د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن له فرانسې وغوښتل د انګلش چېنل له لارې بریتانیا ته رسېدلې ناقانونه کډوال باید بېرته ستانه کړي.

د فرانسې کورنیو چارو وزیر ګیرالد درمانین وايي، په دې هکله د لومړي وزیر بوریس جانسن لیک فرانسوي چارواکي ناهیلي کړي دي.

د دواړو هېوادونو تر منځ دا سیاسي ناندرۍ له هغه وروسته ډېرې شوې، چې له فرانسې د انګلش چېنل له سمندري لارې بریتانیا ته پر لار د کډوالو یوه کښتۍ ډوب شوه او ۲۷ کسان پکې ووژل شول.

د یادونې ده، چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ته د لومړي وزیر جانسن په لیک کې د چهار شنبې ورځې پېښې تکرار مخنیوي په پار د پنځو اقداماتو غوښتنه شوې.

په دې هکله د فرانسې کورنیو چارو وزیر په یوه اعلامیه کې ویل شوي:

''موږ د بریتانیا د لومړي وزیر پرانیستی لیک د نه منلو وړ بولو او د متحدینو تر منځ زموږ د خبرو ضد راته ښکاري او له همدې کبله پريټي پټېل ته بلنه نه ورکوو. ''

د لومړي وزیر جانسن په لیک کې څه ویل شوي؟

جانسن

د عکس سرچینه، Reuters

د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ته په یوه لیک کې له فرانسې وغوښتل د هغو کډوالو 'بېرته ستنولو ' په پار هوکړه وکړي، چې د انګلش چېنل سمندري تنګي له لارې بریتانیا ته اوړي.

لومړی وزیر وايي، په دې لیک کې یې له فرانسې د داسې پنځو ''پرمختلونکو او چټکو '' اقداماتو غوښتنه کړې چې پر مټ یې د چهارشنبې ورځې پېښې تکرار مخنیوی وشي.

په پام کې وه، دې لړ کې به نن ناوخته بریتانوي چارواکي له فرانسوي چارواکو سره د دغه هېواد په کالې سیمه کې خبرې وکړي او د روانې اونۍ پای کې به د بریتانیا کورنیو چارو وزیره پریټي پټېل له خپل فرانسوي سیال ګیرالډ درمانین سره وویني.

د یادونې ده، چې د یکشنبې ورځې پېښه کې ۱۷ نارینه، اووه ښځې چې یوه مېندواره وه او درې ماشومان هغه مهال ووژل شول، چې د سپرلۍ کښتۍ یې د فرانسې کالې سیمې ساحل ته نژدې سمندر کې ډوبه شوه.

د لومړي وزیر بوریس جانسن په لیک کې له فرانسې لاندې غوښتنې شوې:

  • د فرانسې له ساحلونو د کښتیو راتګ مخنیوي لپاره ګډه ګزمه
  • د راډارونو په څېر د پرمختللې تکنالوژۍ کاروونه
  • د یوه او بل په سمندري حدودو کې متقابله ګزمه او هوايي څارنه
  • د مشترکو استخباراتي معلوماتو لا زیاتول
  • له فرانسې سره د (کډوالو) بېرته ستنولو په هکله سملاسي هوکړه او د بریتانیا او اروپايي ټولنې تر منځ دې ته ورته هوکړې لپاره د خبرو پیل.

لومړی وزیر جانسن په دې هکله وايي: له فرانسې سره د هغو کډوالو بېرته ستنولو هوکړه به پاموړ اغېز ولري، چې له دې خطرناکې لارې تېرېږي.

A boat is seen filled with people near Wimereux, France, on Wednesday

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په کوچنیو کښتیو کې د انګلش چېنل له سمندري لارې د ناقانونه کډوالو تګ راتګ ډېر شوی دی

په جولای میاشت کې د ۲۲- ۲۰۲۱ کلونو مودې کې د پولو خوندیتوب یوې هوکړې له مخې بریتانیا فرانسې ته د ۶۲ اعشاریه اووه میلیونه یورو ورکول ومنل، خو د انګلش چېنل له سمندرې لارې د کډوالو تګ لړۍ پرلپسې زیاته شوې.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په وینا د سږ کال له پیل راهیسې د فرانسې شمال کې ۱۵۵۲ تنه قاچاقبر نیول شوي او له غیر قانوني لارو د خلکو لېږدولو ۴۴ شبکې له منځه وړل شوې دي.

د نوموړي په وینا له دې سره سره همدې موده کې ۴۷ زره داسې هڅې ناکامې شوې دي، چې له همدې لارې په غیر قانوني توګه بریتانیا ته د کډوالو اوښتو لپاره شوې دي او ۷۸۰۰ کسان ژغورل شوي دي.