طالبان: د نړیوالو د بشري مرستو هرکلی کوو، خو په بدل کې یې شرطونه نه منو

افغان طالبانو ویلي، دوی د نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې غواړي او د ټولو هېوادونو د بشري مرستو هرکلی کوي، خو د دې مرستو په بدل کې هېڅ ډول شرطونه نه مني.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد دوشنبه کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، که کوم هېواد فکر کوي چې د مرستو بدل کې موږ ته هدایات راکړي نو موږ دا خپلو چارو کې لاسوهنه بولو.

نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان راتلونکی حکومت به له هر ډول بهرنۍ مداخلې ازاد وي او افغانان به د خپلې خوښې پرېکړې کوي.

ښاغلي مجاهد هغه رپوټونه هم رد کړل چې ګواکې د طالبانو ترمنځ خپلمنځي اختلافونه د دې لامل شوي چې نوی حکومت لا نه دی اعلان شوی.

نوموړي وویل، د حکومت د اعلان لپاره ټول سیاسي بحثونه او سلا مشورې پای ته رسېدلې دي او یوازې تخنیکي برخه کې ځینې کارونه پاتې دي.

د طالبانو ویاند یو ځل بیا هیله وښوده چې په راتلونکو څو ورځو کې به نوی حکومت اعلان شي، خو کومه کره نېټه یې بیا هم یاده نه کړه.

د ای اېس ای مشر ملا برادر سره کتلي

د طالبانو ویاند خپله خبري ناسته کې ومنله چې د پاکستان د پوځي استخباراتو مشر جنرال فیض حمید، چې شنبه کابل ته تللی و، هلته د طالبانو مرستیال مشر ملا برادر سره کتلي دي.

ذبیح الله مجاهد خبریالانو ته وویل، پاکستان د یو شمېر هغو کسانو په اړه اندېښنې لري چې په دې وروستیو کې افغانستان کې له زندانونو خلاص شوي، او جنرال حمید پر همدې اندېښنو او ځینو نورو موضوعاتو ملا بردار سره خبرې کړې دي.

د ده په وینا، پاکستان په تورخم او چمن کې د تګ راتګ لارې هم له همدې کبله تړلې دي چې نه غواړي ځینې ورانکاري د پاکستان خاورې ته ور واوړي.

ښاغي مجاهد ټینګار وکړ چې طالبان له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي، او دې لړ کې یې د چین خاصه یادونه وکړه.

نوموړي وویل، چین د نړۍ او اسیا په کچه یو لوی اقتصادي ځواک دی او طالبان له بیجنګ تمه لري چې دوی په رسمیت وپېژني.

طالب ویاند ژمنه وکړه چې دوی به افغانستان کې (سي پېک) په ګډون د ټولو لویو تجارتي پروژو امنیت ساتلو کې خپل مسؤلیت ادا کوي.

"پنجشېر ستونزه د خبرو له لارې حل نشوه"

ذبیح الله مجاهد د دوشنبې خبري ناسته کې یو ځل بیا ادعا وکړه چې طالبانو پنجشنېر ولایت نیولی او هلته یې خپل وسلوال مخالفین ځپلي دي.

خو یاده دې وي چې د ملي مقاومت په نامه جبهې ته نږدې سرچینو د طالبانو دا ادعا رد کړې او وایي، د یاد ولایت ستراتیژیکې برخې لا هم دوی سره دي.

د طالبانو ویاند وایي، داسې رپوټونه یې هم ترلاسه کړي چې د پرځول شوي ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح تاجکستان ته تښتېدلی، خو تائیدولی یې نشي.

نوموړي ویل، طالبانو تر وروستي حده هڅه وکړه چې د پنجشېر ستونزه د خبرو له لارې حل شي، خو مقابل لوري خبرو ته غاړه نه کېښوده او دوی مجبور شول چې زور وکاروي.

د ده په وینا، د پنجشنېر نیولو سره به ټول افغانستان کې یو واحد نظام رامنځته شي او د واک سیمه ییزې جزیرې به نورې نه وي.