تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانوي پوځ مشر وايي، د طالبانو د پرمختګ چټکتیا ډېر خلک حیران کړل
د بریتانیا د پوځي ځواکونو مشر، جنرال سر نيک کارټر وايي پر دې چې طالبان به څومره ژر ټول افغانستان ونیسي د ډېریو شننونکو وړاندوینې ناسمې وې.
جنرال کارټر وویل، ډېر خلک د طالبانو د پرمختګ سرعت حیران کړل.
له نوموړي پوښتنه وشوه چې ایا د پوځي استخباراتو رپوټونه ناسم وو؟ جنرال کارتر په ځواب کې وايي، حکومت له بېلا بېلو سرچینو استخباراتي معلومات یو ځای کول.
نوموړي زیاته کړه: ''دا اصلاً یوازې د پوځي استخباراتو خبره نه ده. ''
تېره اونۍ وروستیو بریتانوي او امریکايي پوځونو افغانستان پرېښود او له دې سره په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو ۲۰ کلن کمپاین پای ته ورسېد.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکې شوې او پوښتنې راپورته شوې، چې څنګه طالبانو وکولای شول په دومره چټکۍ سره د دغه هېواد کنټرول ترلاسه کړي؟
د یادونې ده، چې تېره اونۍ د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر ډومېنیک راب د خپل هېواد پارلمان ته وویل، استخباراتي ارزونه داسې وه، چې اګست کې په د افغانستان امنیتي وضعیت ''په پرلپسې توګه خراب شي '' خو داسې ګومان نه کېده چې ''کابل به سږ کال سقوط وکړي. ''
پر یکشنبه د بي بي سي 'اندریو مار شو ' خپرونه کې له جنرال کارتر پوښتنه وشوه چې څنګه وړاندوینې ناسمې ثابتې شوي؟
نوموړي وویل:
''زه فکر کوم څرګند ځواب دا دی چې ټولو ناسم درک درلود، ان طالبانو فکر نه کاوه هر څه به دومره په چټکۍ سره بدل شي، چې وشول. ''
داسې باور کېږي چې طالبان به راتلونکو ورځو کې یو حکومت اعلان کړي.
د بریتانوي پوځ مشر وايي، دا به له وخته مخکې وي، چې ووایو طالبان به څنګه حکومت کوي، خو په وینا یې داسې احتمال شته چې دا ډله به د پخوا په څېر ډېر مستبد چلن نه کوي.
جنرال کارتر وايي، دا اوس په نړیواله ټولنه پورې ده چې طالبان د حکومتولۍ بدل طرز ته وهڅوي.
نوموړی وايي، دوی به د یوه معتدل هېواد چارو پر مخ بیولو لپاره یو څه مرستې ته اړتیا لري ''او که دوی سم چلن وکړي ښايي یو څه مرسته هم ترلاسه کړي. ''