تاجکستان: لسګونو افغان کورنیو تاجکستان کې پناه اخیستې

د افغانستان د ګاونډي هېواد تاجکستان چارواکي وايي ۸۰ افغان کورنیو په دغه هېواد کې پناه اخيستې ده.

د تاجکستان د کورنيو چارو وزير رمضان رحیمزاده دغه هېواد ته د افغان کډوالو د رسېدو موضوع دوشنبه کې د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو د عالي کمشنرۍ له مسوول سره خبرو کې ياده کړې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ له نړيوالې ټولنې غوښتي چې مرستو ته اړ افغانان هېر نه کړي.

د کمشنرۍ یوې ویاندې کترین ستبرفیلډ وویل ''سمه ده چې له افغانستانه لسګونه زره کسان وایستل شول او ژوند یې وژغورل شو خو اړینه ده چې هغو کسانو ته هم پام وشي چې ژوند یې لا هم په خطر کې دی او باید د ځمکې له لارې له هېواده ووځي. ''

تمه کېږي چې ګڼ شمېر افغانان د تاجکستان او پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته لاړ شي.

په همدې حال کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تگلارې مشر جوزیف بوریل وايي له هغو وگړو سره چې له طالبانو تښتي باید د کډوالو په څېر نه بلکې د پناه غوښتونکو په څېر چلند وشي.

ښاغلي بوریل وویل ''موږ باید دوی ته هغه نوم واخلو چې دي، دوی کډوال نه دي، دوی پناه غوښتونکي دي، د دې دوو ترمنځ لوی توپیر دی، ایا تاسو فکر کوئ چې هغه کسان چې هغه بله ورځ یې هڅه کوله په الوتکه کې ځان ځای کړي او له افغانستانه ووځي هغه کډوال دي، نه، دوی هغه کسان و چې د وژل کېدو له احتماله په تېښته وو. ''

تر ۱۱۰ زرو پورې افغانان د بهرنیو ځواکونو له خوا له افغانستانه ایستل شوي خو لا هم داسې باور دی چې زرګونه نور کسان هم غواړي چې له هېواده بهر ته لاړ شي.

سپین بولدک

په سپین بولدک کې لا هم زرګونه کسان پاکستان ته د اوښتو په هیله شېبې شماري.

یو شمیر د درملنې لپاره غواړي پاکستان ته لاړ خو د یو شمېر نورو هڅه دا ده چې له همدې لارې نورو هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

په سپین بولدک کې د خلکو په ټیل ماټیل کې د دریو کسانو مړینه رپوټ شوې ده.