طالبان بلخ او کندوز کې د نورو ولسوالیو د نیولو ادعا کوي؛ "جګړه د مزار ښار څنډو ته رسېدلې"

وسلوال طالبان وايي بلخ ولایت کې یې دولت اباد، شولګره، چمتال، بلخ او کشنده ولسوالۍ نیولې دي. د شولګره ولسوالۍ امنیه قومندان سید عارف اقبالي هم مني چې دا ولسوالي د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

د بلخ ولایتي شورا غړي غلام سخي لاله د بي بي سي خبریال نجیب پاڅون ته وویل د یکشنبې ماسخوتن راهیسې دولت اباد، شولګره او کشنده ولسوالۍ طالبانو نیولې دي او د کشنده ولسوالۍ له قومندانۍ مرکزه وتلي امنیتي ځواکونه یوه بله لېرې سیمه کې کلابند دي.

نوموړی وايي، جګړه د مزارشریف ښار څنډو ته رسېدلې او دوشنبه بلخ کې نظامي شورا غونډه کړې او ګڼ شمېر سیمه ییز پاڅونوال او امنیتي ځواکونه یې د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره راټول کړي.

طالبانو همدا راز په بغلان کې د دوشي ولسوالۍ، په کندز کې د امام صاحب او خان اباد ولسوالۍ، په جوزجان کې د آقچه، او په میدان وردک کې د چغتو ولسوالۍ نیولو ادعا هم کړې.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، افغان امنیتی او دفاعي ځواکونو له دغو سیمو لنډمهالی شاتګ کړی او دلیل یې دې ځواکونو او ولس ته د مرګ ژوبلې مخنیوی دی.

د نوموړي په خبره، د دې سیمو د بیا نیولو لپاره ګام په ګام منظم نظامي پلان باندې کار روان دی.

له بلې خوا د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د تخار د بنګي او خواجه غار ولسوالیو د بېرته نیولو ادعا کړې ده.

خو تخار کې یوې باوري سرچینې بي بي سي ته ویلي، لا هم دا ولسوالۍ د طالبانو لاس کې دي. د سیمې اوسېدونکي هم ورته خبره کوي.

دا سرچینې وايي، یکشنبه مازدیګر حکومتي ځواکونو له چاه اب ولسوالۍ، څنګلوري ولسوالۍ رستاق ته شاتګ کړی.

د پامیر قول اردو قومندان جنرال عباسل توکلي یکشنبه تالقان ته تللو سره د تخار خلکو سره لیدنه کې ژمنه وکړه چې افغان ځواکونه به یې د سر او مال ساتنه وکړي. نوموړي تخار ولایت کې د پراخو عملیاتو پیلولو خبره هم وکړه.

کندوز کې د طالبانو پرمختګ

له بلې خوا د کندوز د ولایتي شورا غړي غلام رباني رباني د بي بي سي خبریال زلمي اشنا ته ویلي، د دغه ولایت له قلعه زال ولسوالۍ هم افغان ځواکونه شېر خان بندر او امام صاحب ولسوالۍ ته ستانه شوي.

د نوموړي په خبره، تر دې مخکې هم د ولسوالۍ پر نورو برخو طالبانو ولکه درلوده. دی زیاتوي: "په همدې وجه د ولایت مشرتابه پرېکړه دا وه چې له دې ولسوالۍ ووځي، چې کلابند نه شي او مرګ ژوبله ور وانه وړي. "

د کندوز د ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي وايي، افغان ځواکونه له قلعه زال وتلي او امام صاحب ولسوالۍ کې هم سخت جنګ دی.

نوموړی زیاتوي چې د شېرخان بندر پر لار هم طالبان واکمن شوي دي.

طالبان د بغلان د جلګې ولسوالۍ د نیولو ادعا هم کوي، خو حکومتي چارواکو یا ځايي خلکو په دې هکله څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت سرپرست جنرال بسم الله محمدي له خلکو غوښتي، په هره سیمه یا جغرافیه کې چې وي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ دې ودرېږي. د هغه په خبره، دفاع وزارت به دوی ته ټولې اسانتیاوې او امکانات برابر کړي.