شمال کې ترینګلی امنیتي وضعیت؛ طالبان ۲۴ ساعتونو کې د ۱۵ ولسوالیو د نیولو ادعا کوي

طالبانو تازه په تخار، بلخ، سمنګان، جوزجان، فاریاب، کندز او لوګر ولایتونو کې د ۱۵ نورو ولسوالیو د نیولو ادعا کړې، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي له لاسه د وتلو ولسوالیو د بېرته نیولو او هلته د طالبانو د ځپلو پلان د عملي کېدو په حال کې دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبه پر خپل ټویټر په جلا پوستونو کې لیکلي چې په تخار کې یې چال، ینګي کلا، نمک اب، هزار سموچ، خواجه غار، دشت کلا، درقد، او خواجه بهاءالدین ولسوالۍ نیولې دي.

نوموړی همدا راز ادعا کوي چې په سمنګان کې دره صوف بالا، بلخ کې چاربولک، جوزجان کې فیض اباد، خانقاه، منګجیک، کندز کې دشت ارچي او لوګر کې یې خروار ولسوالۍ نیولې ده.

نوموړی وايي لوګر کې یې د خروار ولسوالۍ اصلي مرکز څو کاله وړاندې نیولی او تازه یې د خواجه انګور او پنج پای سیمو ترمنځ یوې پوځي قرارګاه ته د دې ولسوالۍ لېږدول شوی مرکز هم نیولی دی.

خو د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي بي بي سي ته ویلي چې د خروار ولسوالۍ نوی مرکز خواجه انګور کلي ته نږدې پر خپل ځای دی، سقوط یې نه دی کړی او یوازې د ملي اردو دوه پوستې د مرګژوبلې د مخنیوي او موثریت لپاره له خپل ځایه دغه کلي ته نږدې وړل شوې دي.

په تخار، بلخ، جوزجان، کندز او سمنګان کې ولایتي چارواکو بیا منلې چې امنیتي ځواکونو له پورته یادو شویو ولسوالیو شا تګ کړی دی.

"شاتګ، پرمختګ او سقوط"

د تخار امنیتي چارواکي وايي په درقد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو یو بېس لا هم نه دی تسلیم شوی او مقاومت کوي.

د افغانستان امنیتي سکتور او مرکزي حکومت د دغو ولسوالیو د لاسه وتلو په اړه څه نه دي ویلي، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن یکشنبه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې "د جګړې د شدت پر مهال شاتګ او پرمختګ سقوط نه ګڼل کېږي."

هغه زیاته کړې چې "په غیرستراتیژیکو سیمو کې د طالبانو حضور قطعاً د هغوی د بریا په معنا نه دی" او ګواکې دا ډله د هېڅ یوې سیمې د ساتلو توان نه لري.

ښاغلی ارین د هېواد ځینو سیمو کې د امنیتي ځواکونو شا تګ ته په اشارې لیکلي د سرتیرو خوندیتوب ورته لومړیتوب لري.

هغه دا ادعا هم کړې چې د طالبانو مرګژوبله د امنیتي ځواکونو پرتله درې برابره لوړه ده - هغه څه چې طالبان یې تل ردوي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان دفاع وزارت د شنبې او یکشنبې ورځو ترمنځ بېلابېلو ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د نږدې ۱۵۰ طالبانو او تر هغې وړاندې په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۶۰ وسله والو د وژلو ادعا کړې وه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د جزیاتو له ورکولو پرته وايي د هغو ولسوالیو د بېرته نیولو او هلته د طالبانو د ځپلو پلان د عملي کېدو په حال کې دی، چې دا ډله پکې د حضور ادعا لري.

ښاغلی ارین وايي دغه پلان تخنیکي جزیات د پوځي محرمیت له کبله نشي خپرولی.

په ورته وخت کې طالبان وايي تېره څه باندې یوه میاشت کې یې ۵۶ ولسوالۍ نیولي دي.

دې ډلې تازه د ۸ نورو ولسوالیو د نیولو ترڅنګ دا ادعا هم کړې چې د فاریاب په قیصار او پښتونکوټ، د جوزجان په اقچې، د دایکندي په فاطو، د زابل په شاجوی، او د نیمروز په خاشرود ولسوالیو کې یې، چې پخوا یې نیولي، نوي پرمختګونه او نورې پوستې او پوځي مرکزونه نیولي دي.

په دې لړ کې د فاریاب د ولایتي شورا رئیس طاهر رحماني بي بي سي ته منلې چې په قیصارکې د ملي اردو له وروستي مرکزه هم امنیتي ځواکونه راوتلي او په المار ولسوالۍ کې د خواجه عثمان په نوم وروستۍ پوځي مرکز هم د طالبانو لاس ته لویدلی دی.

ښاغلی رحماني وايي جګړه اوس د فاریاب مرکز میمنه له څلورو خواو کلابند ده، جګړه ښار څنډو ته ورسېدلې ده.

ځايي امنیتي چارواکي په دې اړه له خبرو ډډه کوي.