"د وردګو طالبانو واک لاندې سیمو کې لسګونه ښوونځي پرانیستل شوي"

د عکس سرچینه، Gettyimages
د افغانستان په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې لسګونه ښوونځي پرانیستل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې ځايي چارواکو دا خبر رد کړی دی، خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې ماشومان یې له دوو ورځو راپدې خوا ښوونځيو ته ځي.
د خلکو په وینا، طالبانو ګواښ کړی چې د غیر حاضري په صورت کې هم ښوونکي او هم زده کوونکي ته سزا ورکول کېږي.
د افغانستان د پوهنې وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر اوسه د طالبانو تر ولکې په لاندې سیمو کې د پرانیستل شویو ښوونځيو کره شمېرې نه دي مالومې، خو د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست یو پخوانی کارکوونکی چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي وویل، له دوو ولسوالیو او د مرکز له ځينو سیمو پرته، په دغه ولایت کې ټول ښوونځي پرانیستل شوي دي.
د رسمي شمېرو له مخې، د میدان وردګو ولایت په نهو ولسوالیو کې ۴۵۰ د لومړنۍ، منځني او لیسې دورې ښوونځي شته چې په دغه شمېر ښوونځيو کې له ۱۵۰زره ډېر زدکوونکي په زدکړو بوخت دي.
د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عزت الله بي بي سي ته وویل چې له شاوخوا یوې اونۍ راپدې خوا په دغه ولسوالۍ کې ښوونځیو بیا فعالیت پیل کړی. د هغه په وینا له دوو ورځو راپدې خوا د ده ماشومان هم ښوونځي ته ځي.
د طالبانو ګواښ
د دغه ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی عبدالله عثماني وايي، طالبانو ښوونځيو ته د ښوونکو او زدکوونکو د نه ورتګ په صورت کې ګواښ کړی چې که هر یو یې غیر حاضري وکړي، د دوی لخوا سزا ورکول کېږي.
د ځايي وګړو په وینا، د طالبانو د پوهنې کمېسیون د کورونا وېروس ګواښ له منځه تللی بولي او تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې یې د ښوونځيو د بېرته خلاصولو امر کړی دی.

د عکس سرچینه، Gettyimages
له وار ـ وار هڅو وروسته هم ونه توانېدلو چې د افغانستان د پوهنې وزارت او دغه راز د طالبانو نظر په دې اړه ترلاسه کړو، خو د میدان وردګو ولایت ویاند محب الله شریفزي له بي بي سي سره په خبرو کې د ښوونځيو د بیا پرانیستلو خبره رد کړه.
شاوخوا درې نیمې میاشتې وړاندې د کورونا وېروس د ګواښ له امله افغان حکومت د ټولو ښونیزو او روزنیزو مرکزونو د تړلو پرېکړه وکړه او خبر یې ورکړ چې د کوویډ۱۹ ناروغۍ د ګواښ تر ختمېدو به دا پرېکړه پر ځای وي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ د پایته رسېدو په اړه د اړونده بنسټونو له لورې مشخص وخت نه دی په ډاګه شوی چې تر کله به دوام وکړي.
تر اوسه په ټول هېواد شاوخوا ۳۱ زره کسان په دغه وېروس ککړ شوي دي، خو چارواکي ټینګار کوي چې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له رسمي شمېرو ډېر دی او لا هم خلکو ته په کورنو کې د پاتې کېدو سپارښتنه کوي.








