لوګر کې چورلکه لوېدلې؛ دوه امریکايي سرتیري وژل شوي

په افغانستان کې امریکايي ځواکونو منلې چې په لوګر کې د دوی دوه سرتېري وژل شوي دي.

د امریکايي ځواکونو لخوا په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه ځواکونه د یوې چورلکې د غورځېدو په پېښه کې وژل شوي دي.

دوی وايي د چورلکې د غورځېدو د لامل په اړه څېړنې روانې دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د امریکايي ځواکونو لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه چورلکه د وسله والو په برید کې نه ده غورځېدلې.

خو طالبانو په یوه رسنیز پیغام کې ادعا کړې چې "د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې یې "شینوک" ډوله الوتکه ویشتلې.

د دوی په پيغام کې ادعا شوې چې په دغه پېښه کې یې لسګونه امریکايي ځواکونه او د افغانستان د ملي امنیت اړوند صفر یو قطعې سرتېري وژلي دي".

امریکايي ځواکونو ویلي، د دوی د هېواد د دفاع وزارت د تګلارې له مخې تر رالوتکو ۲۴ ساعتونو به د وژل شویو امریکايي سرتېرو نومونه او نور جزییات خپاره نه شي.

د څرخ ولسوال خلیل الله کمال بي بي سي ته ویلي، بېګا شپه په څرخ کې عملیات روان و او سهار دغه عملیات بشپړ شوی او امنیتي ځواکونه له سیمې بېرته وتلي دي.

"هغه ساحه ډېره زیان مننونکي ده معلومه نه ده چې څه پېښ شوي. دا به وروسته معلوم شي. د شپې دواړو خواوو جګړه هم وکړه."

بل خوا، د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ بي بي سي ته وویل، "څرګنده نه ده چې الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله لوېدلې او که وسله والو وېشتلې. موږ هڅه وکړه د تلفاتو او د پېښې په اړه نور جزییات ولرو، خو تر اوسه نه یو توانېدلي."

نوموړی وايي، تېره شپه هلته عملیات روان وو، چې دوه وسله وال پکې وژل شوي، خو په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.