تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ځانګړي برتانوي ځواکونه د افغان ماشومانو په وژنه تورن شوي
- Author, اولیا اطرافي
- دنده, بي بي سي
د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر پر ۱۸ د برتانیا د ځانګړو ځواکونو یوه تن د افغانستان په یوه کلي کې څلور زلموټي په ډزو ووژل. کورنۍ یې وايي په وژل شویو کې درې یې ماشومان وو، خو ددغه ظاهراً جنګي جرم په تور تر دې دمه د هېچا قضايي او عدلي جریان نه دی پیل شوی.
دغه کیسه به ځینو لوستونکو ته خپه کوونکې وي.
افغان شاهدان د هغې شپې کیسه کوي چې ۱۲ کلن شاه محمد او ۱۴ کلن محمد طیب له ۱۷ کلن نېک محمد او د هغه له ۲۰ کلن ورور فاضل سره د شپې مېلمانه شول.
د شپې ۸ بجې برتانوي او افغان ځانګړي ځواکونه په "لوی باغ" کلي کې په یوه کور ننوتل او ټولې کوټې یې تلاشي کړې.
یو برتانوی سرتېری یوې کوټې ته ننوت او ډزې یې پیل کړې.
د نېک محمد او فاضل مشر ورور سلطان محمد لومړی تن و چې د برتانویانو له وتلو وروسته یې د صحنې میدان ولید.
هغه وايي: "کله چې کوټې ته ننوتم هر خوا د هغوی هډوکي او غاښونه پراته وو. دوی همالته پراته وو او شاوخوا وینې وې."
د هغوی مور، سبا تر لمرختو پورې په کوټه کې له څلورو جسدونو سره ناسته وه. لا یې هم په یاد دي چې د کوټې پر فرش پیالې هماغسې پرتې وې.
هغې ویل: "پیالې له وینو ډکې وې. هلکان یې پر سر ویشتلي وو."
په سهار یې د هلکانو جسدونه بهر ته راویستل او جنازې یې د کلي په جومات کې کېښودې. په لوی باغ کې خبر خپور شو. عام باور دا و چې هلکان عام وګړي وو.
د ناد علي د هغه وخت ولسوال محمد ابراهیم وايي، هغه وخت امنیتي ځواکونو ورته وویل د چاپې اصلي هدف فاضل محمد و.
هغه وايي: "ما له هغه سره هره ورځ لیدل، نو هغه څنګه طالب قومندان و؟ زه یې ضمانت کوم چې دا امکان نه لري."
هغه زیاته کړه: "که هغه طالب وای ما به پخپله د خطر احساس کولای ... لومړی به ما هغه نیولی یا وژلی وای."
د "سنډې ټایمز" او بي بي سي "پانوراما" خپرونې دا پلټلي چې په هغه شپه څه وشول او داسې ثبوتونه وړاندې کوي چې جنايي جرمونه ترسره شوي.
"د وژنو او نیولو نه درېدونکی ګرځند ماشین"
د هلمند د لوی باغ کلي په څېر د چاپو موخه د طالبانو نیول او د افغان جګړې یو عام تکتیک و.
بهرنیو ځانګړو ځواکونو د "وژلو یا نیولو" چاپې معمولاً د شپې لخوا د دې لپاره وهلې چې پر برتانوي پوځيانو د برید سمبالوونکي طالبان وځپي او هدفونه د استخباراتو له نوملړه غوره کېدل.
پوځي استخباراتي افسر او د جګړو کارپوه فرانک لیډویج وايي: "ځینو خلکو دغو چاپو ته شپني علمیات ویل. کېدای شي نور یې وژونکې ډلې وبولي. ترتیب یې داسې و چې ته به وتلې که دې هدف درلود او که نه. دا د وژنو یو نه درېدونکی وژونکی ماشین و."
په دغو شپینو عملیاتو کې ځینې وژل شوي بې له شکه طالبان وو، خو شواهد موجود دي چې هغه استخبارات چې له مخې یې هدفونه ټاکل کېدل هر وخت دقیق نه وو.
تر ۲۰۱۰ کال پورې د بې قانونه، بې ځنډه او خپلسرو وژنو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر فیلیپ اسټن وايي، هغه ته په شپنیو عملیاتو کې د بې ګناه خلکو د وژنو په اړه ډېرې ادعاوې رسېدلې دي.
هغه وايي: "زه هېڅ شک نه لرم چې په ټول کې له دغو نیوکو ډېری پر ځای دي او دې پایلې ته رسېدلای شو چې په شپنیو عملیاتو کې ډېری عام وګړي بې دلیله وژل شوي دي."
ملګري ملتونه دې پایلې ته رسېدلي چې بهرنیو ځواکونو تر ۳۰۰ زیات وګړي په دا ډول شپنیو عملیاتو کې وژلي.
څلور وژنې
د لوی باغ کلي د هلکانو وژنې په سیمه کې غوغا خپره کړه او وروسته یې د برتانیا پوځ شاهي پولیسو څېړنه وکړه.
پوځي پولیسو "نارتمور عملیاتو" په نامه پراخه پلټنه پیل کړه چې لسګونه مشکوکې وژنې یې راسپړلې. د بي بي سي "پانوراما" خپرونې او "سنډې ټایمز" ورځپاڼې ددغې ادارې له کارکوونکو معلومات ترلاسه کړي.
د راپورونو له مخې، هغه پوځي چې هلکان یې ووژل د تحقیق پر مهال ادعا کړې وه چې هغه له ځان د دفاع لپاره ډزې کړې وې.
هغه ویلي وو له څلورو یې دوه ځکه وویشتل چې د کوټې له کړکۍ یې د ده پر لور وسلې نیولې وې او پر دوو نورو یې وروسته له هغه ډزې وکړې چې له سیوري را ووتل.
خو د هلکانو کورنۍ وايي دا امکان نه لري. هغوی وايي له څلورو هلکانو یوه هم وسله نه درلوده او دا چې دوی په درنو وسلو سمبال برتانوي ځانګړو ځواکونو ته خطر نه شوی پېښولای.
د نېک محمد او فاضل مشر ورور سلطان محمد وايي، "څلور سره ناست وو او چای یې څښه چې ووژل شول."
هغه انځورونه چې پانوراما ترلاسه کړي د کوټې پر خټین دېوال د مرمیو داغونه ښيي. ډېری مرمۍ له ځمکې دوه فوټه پاس لګېدلې چې د کورنۍ د ادعاوو پخلی کوي.
د پوځ شاهي پولیسو غوښتل تورن پوځي د څلورو وژنو په جرم محاکمه کړي. دوی همدارنګه غوښتل هغه عملیاتي قومندان او ورسره د هغه مشر بندي کړي چې د عدالت پر وړاندې خنډ شوي وو په راپور کې یې لاس وهلی و.
دا د برتانیا د ځانګړو پولیسو د غټو افسرانو له ډلې و. پر دوی تور و چې پر هغه قضیه یې سترګې پټې کړې وې چې ماشومان پکې وژل شوي وو.
پوځي څارنوالانو پرېکړه وکړه چې تورونه ونه لګوي او په ۲۰۱۷ کال کې حکومت اعلان وکړ چې "نارتمور عملیات" بند کړي.
خو کله چې پانوراما راټول کړي شواهد د برتانیا پخواني لوی څارنوال کین مکډونلډ ته وښودل هغه وویل باید قضیه له سره وکتل شي.
هغه وویل، "داسې ښکاري د ګولیو داغونه د پوځي له خبرو سره سر نه خوري. او زیاته یې کړه، "هغه د کورنۍ غړو له خبرو سره سر خوري."
"او که دا سمه وي چې له پېښې وروسته په اسنادو کې د لاسوهنې هڅه شوې، زما شک لا زیاتېږي چې په هغه کوټه کې اصلاً څه وشول."
د برتانیا دفاع وزارت وویل، زموږ عملیات له قانون سره په سمون کې وي او د دغو ادعاوو اوږدې پلټنې شوې. دوی د سترګو پټولو د لړۍ "بې بنسټه" ادعاوې رد کړې.
هغوی وویل: "زموږ پوځ په ډېره مېړانه او مسلکيتوب سره په عراق او افغانستان کې خدمت وکړ او موږ یې معیار عالي بولو."
"د دغو قضیو په اړه له ډېر غور وروسته د خدماتي څارنوالۍ خپلواکې ادارې پرېکړه وکړه چې محاکمه ونه شي."
"د محاکمه کولو پرېکړې او پلټنې له دفاع وزارته ډېرې خپلواکې دي او له وزارت د باندې څارل شوې او سلا ورکړل شوې."
" د بي بي سي ادعاوې مو خدماتي پولیسو او د څارنوالۍ خدماتي ادارې ته ولېږلې، هغوی د ادعاوو بیا څېړلو ته تیار دي."