تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حامد کرزی: د افغان د سولې بهیر د امریکا او پاکستان لاس کې دی
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
د افغانستان مخکېني ولسمشر حامد کرزي کابل کې یوې خبري ناستې ته د سولې پر روان بهیر نیوکه وکړه چې په وینا یې دا بهیر لاهم د امریکا او پاکستان له خوا مخته وړل کېږي. نوموړي دا هم وویل، روسیه او چین باید د سولې خبرو کې ښکېل شي:
"موږ یو کوچنی بې وزله شوی هېواد یو. د دې لپاره چې د سولې بهیر افغاني شي او د افغانستان ګټه پکې خوندي شي، ضروري ده چې په دې بهیر کې چین او روسیه له امریکا سره اوږه په اوږه ملګري وي، چې افغانستان ته هغه ضروري ضمانتونه ترلاسه شي چې زموږ د خاورې د ثبات او امن راتلو باعث ګرځي."
ښاغلي کرزي وویل، دا چې طالبان او امریکا هوکړې ته نژدې شوي او راتلونکو ورځو کې به هوکړه لاسلیک کړي، د افغانستان او امریکا حکومتونه به هم یوه هوکړه لاسلیک کړي، دی یې هرکلی کوي.
دی وايي، په تېرو اتو میاشتو کې د سولې بهیر یوه ډېر حساس پړاو ته رسېدلی او "ډېره هڅه باید دا وشي چې دا بهیر حقیقتاً سوچه افغاني شي، چې تر اوسه نه دی او هڅه دا ده چې دا بهیر د امریکا او پاکستان په واک کې پاتې شي، چې دا افغانستان ته د سولې نه راتلو په معنا ده."
له وسله والو طالبانو د حامد کرزي لویه غوښتنه دا وه که "که رښتیا غواړئ افغانستان د امریکا له یرغله خلاص کړئ، نو جنګ پرېږدئ، ستاسې هر ډز او هره چاودنه د امریکا د پاتېدو په خیر او د افغانانو په زیان دی. راځه طالبه جنګ بند کړه او له خپلو وروڼو او خویندو سره په یوه ملي ټغر کښېنه او مذاکره پیل کړه".
ښاغلي کرزي وویل، د افغانستان ناامني د روسیې او چین پر ناامنیو هم نېغ اغېز کوي او دغه دواړه هېوادونه باید د "افغانستان د سولې او د امریکا د وتلو ضمانت وکړي."
نوموړی دا هم وویل، د امریکا وتل باید مسؤولانه وي او داسې باید نه وي چې له وتلو وروسته یې د "پاکستان له خوا یوه بله بلا پر افغانستان راخوشې او یوه فتنه پیل کړي".
پخواني ولسمشر د افغان سولې بهیر کې د افغانستان د دوو نورو ګاونډیانو (هند او ایران) ګډون هم اړین وباله چې په وینا یې ګډون به یې د دغه بهیر د "لا پیاوړتیا" او هغو ضمانتونو لامل شي چې د افغانستان ګټې پکې خوندي کېدای شي.
ښاغلي کرزي وویل، د افغانستان پر سر له پاکستان سره د امریکا له معاملې سره پوره مخالفت لري او دا معامله په هېڅ ډول د منلو نه ده، "موږ له پاکستان سره اړیکي پخپله رغوو، زموږ ګاونډی دی، وره په وره یو ورسره، خلکو یې له موږ سره لویې نېکې کړې، چې هېڅکله یې نه هېروو، خو موږ د خپلې خاورې ګټه، د خپلې خاورې خپلواکي او له تېرو تجربو نه په ګټې اخیستو باید په ډېر جدیت او هوښیارۍ مخته ولاړ شو."
له ولسمشریزو ټاکنو سره مخالفت
حامد کرزي د افغانستان له راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو سره هم مخالفت وښود چې دده په ټکو د ټاکنو پایلې به د امریکا په خوښه اعلانېږي.
په همدې حال کې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، افغانستان ته له تر ټولو ګټور سفر پای ته رسولو نه وروسته دوحې ته ورګرځېدلی چې له طالبانو سره د سولې په تړاو د اتم ځل لپاره خبرې پېل کړي.
خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي، که طالبان خپل کار وکړي، "زه د دوحې په لور روان يم خو په اسلام اباد کې به دمه ولرم. په دوحه کې، که طالبان د خپل اړخ چارې تر سره کړي موږ به خپلې چارې تر سره کړو، او هغه هوکړه به نهایي کړو چې تر اوسه مو کار پرې کړی دی."
ښاغلي خلیلزاد دا هم لیکلي، له هغه وخته چې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه یې کار پیل کړی، تر ټولو ګټور سفر په افغانستان کې پای ته رسوي.
حامد کرزي او خلیلزاد دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې، چې افغان حکومت د سولې مذاکراتو لپاره پنځلس کسیز پلاوی وټاکه، چې د مرکچي پلاوي له ټاکلو سره سم به له طالبانو سره تر دوو اونیو پورې مخامخ خبرې هم پیل شي.
افغان حکومت په وار وار امریکا د خپل یوه نږدې متحد په توګه یاده کړې او د ټاکنو په اړه یې ویلي وو چې د سولې له بهیره یوه بېله پروسه ده او پخپل وخت به ترسره کېږي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تازه د ولسمشريزو ټاکنو لپاره ځینو نوماندانو خپلې ټاکنیزې هلې ځلې پېل کړې دي.