د هلمند لپاره د طالبانو والي ملا منان هوایي برید کې وژل شوی

د افغانستان په سویل کي د طالبانو تر ټولو جګپوړی او ځواکمن قومندان، او د هلمند لپاره د دې ډلې والي، ملا محمد رحیم اخند، چي په مولوي منان مشهور ؤ له خپلو دوو ملګرو سره یو ځای په هلمند کې د بهرنیو ځواکونو په هوایې برید کي وژل شوی دی.

وسله والو طالبانو رسنیو ته استول شوې اعلامیه کې دده وژنه تایید کړې ده. افغان چارواکو هم د ملا منان وژنه تائيد کړې ده.

پر نوموړي برید تېره ورځ ناوخته د هلمند په شمالي نوزاد ولسوالۍ نوزاد رود سیمه کي شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، د دې ولایت لپاره د طالبانو والي ملا عبدالرحیم د خپلو ملګرو حافظ راشد او ملا جاوېد سره یو ځای وژل شوی دی.

ښاغلی ځواک وایي ملا عبدالرحیم لومړی د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې ټپي شو او وروسته په روغتون کې ومړ.

د وسلوالو طالبانو یو شمېر سرچینو بي بي سي ته ملا عبدالرحیم منان وژل کېدل منلي خو د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، دوی لا هم په دې اړه مالومات کوي.

ملا عبدالرحیم چې په ملا عبدالمنان هم مشهور و، د طالبانو تر پخواني مشر ملا اخترمحمد را وروسته او په روان کال کې د طالبان یو تر ټولو مهم او جګپوړی کس دی چي وژل کیږي .

ملا عبدالرحیم په قوم اسحاقزی و او د طالبانو په رهبرۍ کې ترټولو مهم نظامي کس و.

د ملا عبدالمنان په اړه ویل کېدل چې په خپلو فعالیتونو کې یې ځینې وخت خپلسري کوله او په وروستیو څو کلونو کې یې د طالبانو د مشر ملا هبت الله ډېرو امرونو ته غوږ نه نیوه.

نوموړي د اخترمحمد منصور تر وژل کېدو وروسته له پاکستانه پښې سپکې کړې او د هلمند په شمالي ولسوالۍ کې میشت شو .

پر ملا عبدالرحیم منان تور و ، چي د ایران له سپاه پاسداران ډلې سره نژدې اړیکي لري او له هغوی وسلې او پیسې ترلاسه کوي .

د روان ۲۰۱۸ کال د اکتوبر پر ۲۴ نېټه د ترهګرۍ د تمویل په نښه کولو مرکز «TFTC» چې د امریکا په ملګرتیا، کویټ، عمان، عربي امارات، سعودي، قطر او بحرین هم پکې شامل دي، تازه پر طالبانو او د دوی پر ځينو مالي ملاتړو بندیزونه ولګول او ځینې کسان یې په خپل تور لېست کې شامل کړل.

په دې کسانو کې ملا عبدالرحیم هم شامل ؤ او پر هغه تور لګېدلی و چې د ایران د سپاه پاسداران څخه وسلې تر لاسه کوي او د افغانستان په کچه خونړي بریدونه پلان او رهبري کوي .

د طالبانو پر دغه مشر په تېرو دوو کلونو کې درې ځله مرګوني بریدونه شوي او پخوا یې هم دوه ځله د وژلو خبرونه خپاره شوي.