تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هلمند بمبارۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان په سوېلي ولایت هلمند کې چارواکي وايي په ګرمسېر ولسوالۍ کې بېګا شپه د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بريدونو کې ۱۵ ملکيان مړه او ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي د مرګ ژوبلې شمېره لوړېدی شي.
ځایي رسنۍ وایي په دې برید کې ۱۶ طالب وسله وال هم وژل شوي دي.
د هلمند ولایتي شورا مشر عطاء الله افغان بي بي سي ته ویلي، د سیمې ځینو خلکو ورته ویلي چې په '۲۳ وژل' شویو کې دوه کوچنیان هم دي.
د سیمې یو اوسېدونکی حاجي نور الله وايي، د بمبار سیمې ته ورغلی، له شلو تر ۲۵ پورې مړي یې پخپلو سترګو لیدلي، چې په وینا یې دوه سپین ږیري، څلور مېرمنې او د لسو کلونو کم عمره ماشومان هم په کې وو.
دی وايي، ځینې مړي د پېژندلو نه وو.
خبریالان وايي، د شپې بهرنیو او کورنیو ځواکونو ګډ عملیات او بیا یې بمباري کړې ده.
بمبار شوي د ګرمسېر کوشته او ځنځیري ډراپ سیمو ځايي کوچیان دي.
دوې ورځې وړاندې هم د هلمند باباجي سیمه کې بمبارۍ ۱۶ کسان ټپیان کړل، چې شپږ پکې د لسو کلونو کم عمره ماشومان وو.
دا بمبار داسې وخت شوی و، چې طالبانو د سیمې د خلکو ټراکټورونه بیګار کړي وو او کریړ سړک یې پرې ویجاړاوه.
بلخوا د وسله والو طالبانو ويندویانو ویلي په دغه هوايي بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ د ټولو غړو په ګډون ۲۳ ملکيان وژل شوي.
ذبيح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي په یادو وژل شوو کسانو کې ډېری د يوې کورنۍ غړي دي چې یوازې شپږ تنه يې نارينه دي.
په دغو عملياتو کې زیانمنو شوو ملکيانو د کورنۍ غړو د هلمند د ولایت مرکز ته د درملنې لپاره هغه ماشوم وړی چې د کورنۍ نور غړي يې وژل شوي.
د دغو قربانیانو کورنۍ غړو هلمند کې خبريالانو ته ویلي چې يادو عملياتو کې له دېرشو کسانو ډېر وژل شوي.
د سيمې خلکو خبريالانو ته د سترګو د ليدلي حال د بيان پر مهال ويلي، سيمه کې طالبان وو او الوتکې د هغوی د بمبارولو لپاره سيمې ته ورغلې.
په دې وروستيو کې په بېلابېلو عملیاتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په ډېرېدو هم اندېښنې زياتې شوې.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما یو وروستی راپور ښيي چې د ۲۰۱۸ کال لومړیو نهو میاشتو کې ۲۷۹۸ ملکي افغانان وژل شوي او ۵۲۵۲ نور ټپیان دي.
یوناما وایي، سلو کې پنځه دېرش ملکیان د طالبانو لخوا، ۲۵ سلنه د داعش او ۲۲ سلنه د حکومت پلوه ځواکونو لخوا وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.
د پاتې ۱۳ سلنې مرګ ژوبلې مسوولین حکومتي ځواکونه او مخالفان یې دواړه بلل شوي دي.
د یوناما د سپټمبر مياشتې د شمېرو له مخې د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ نيمايي کې په افغان جګړه کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې شاوخوا اووه سلنه د هوايي بريدونو له امله ده.
یوناما د ۳۵۳ کسانو د مرګژوبلې (۱۴۹ مړينو او ۲۰۴ ټپيانو) په ثبتولو سره ویلي و چې د ۲۰۱۷ کال د ورته مهال پر تله د هوايي بريدونو له امله په اوښتې مرګ ژوبله کې ۵۲ سلنه ډېروالی راغلی.