طالبان له ملګرو ملتونو او سره صلیب سره خبرې کوي

قط

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ځینې سرچینې وايي، ممکن قطر کې د طالبانو مشر هم بدل شي.

د بلوچستان مرکز کوټه کې د طالبانو شورا یوې باوري سرچینې بي بي سي پښتو څانګې ته وویل چې د دې ډلې یو پلاوی د پاکستان له کراچۍ هوايي ډګره نن سهار(د سپټمبر ۱۷) متحده عربي اماراتو ته خوځېدلی دی.

د دې سرچینې په خبره، دا پلاوی به په دوبۍ او قطر کې د ملګریو ملتونو او سور صلیب چارواکو سره وویني.

د دې سرچینې په وینا، ټاکل شوې ده د وسله والو طالبانو دا پلاوی د سپټمبر پر ۲۲ په دوبۍ کې او د سپټمبر پر ۲۷ او ۲۸ دوحه کې له اړوند لورو سره خبرې وکړي.

په کابل کې د سور صلیب ویاندې اندریا د بي بي سي خبریال اسدالله لودین سره خبرو کې دا رپوټ نه رد او نه تایید کړ.

تېره پنجشنبه( د سپټمبر پر ۱۳) افغان ولسمشر هم یوې ناستې ته په خبرو کې وویل، د جګړې سختېدلو سره د سولې خبرې هم چټکې شوې دي.

په کابل کې هم د طالبانو د وخت یوه چارواکي اکبر اغا بي بي سي سره خبرو کې وویل، که د طالبانو پلاوی دوبۍ ته تللی وي، نو د بندیانو پر تبادله او ولسي مرګ ژوبله به خبرې لري.

د اکبر اغا په خبره، د بندیانو تبادله به د باور جوړولو لپاره وي او له هغه وروسته به طالبان له امریکا سره خبرې کوي:

"خو اصلي خبره دا ده چې طالبان وايي، د بهرنیانو وتل د افغان کشالې د حل لار ده".

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره خبرو کې قطر ته د طالبانو د پلاوي تلل نه رد او نه تایید کړل.

د سولې هڅې

غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غني وايي، د سولې امکانات له بل هر وخت ډېر شوي دي.

طالبانو شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په قطر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له یوې مخکښې ډيپلوماتې سره مخامخ ناسته درلوده.

د وسلوالو طالبانو د قطر دفتر پلاوي تېره میاشت اندونیزیا او ازبکستان ته هم سفر درلود.

دا ډله وايي، چې د اړوند هېوادونو له چارواکو سره یې پر سوله خبرې کړې دي.

تېره اونۍ د دې ډلې سرچینو رویټرز ته منلې چې طالبان له امریکا سره بلې ورته غونډې ته په چمتوالي بوخت دي.

د تېرې یکشنبې په ورځ د امریکا یوه تلوېزون اېن بي سي هم د طالب چارواکو له خولې ویلي، چې دا ډله ډېر ژر له امریکا سره بل پړاو خبرې پیلوي.

وسلوالو طالبانو دې تلوېزون ته ویلي چې دوی به له مقابل لوري سره د بندیانو پر تبادله او خوشي کولو خبرې وکړي.

دغو طالبانو د خبرو راتلونکی پړاو مهم بللی دی او ویلي یې دي که امریکا یې غوښتنې ومني دا لړۍ به دوام ولري او که یې ونه مني، دوی به د تل لپاره خبرې وځنډوي.

د طالبانو دوه اړخیزې لیدنې

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، امریکا منلې چې الیس وېلز په قطر کې له طالبانو سره نېغې خبرې کړې دي.

وسلوالو طالبانو تېرو نږدې ۱۷ کلونو کې یوازې له امریکا سره پر خبرو ټینګار درلود، خو واشنګټن له دې ډلې سره له نېغو خبرو ډډه کوله.

بالاخره امریکا تېرو میاشتو کې وویل، هڅه کوي طالبان له افغان حکومت سره سره نېغو خبرو ته قانع کړي.

د وسلوالو طالبانو یوې باوري سرچینې د تېر جولای پر ۲۹ بي بي سي ته ومنله چې د سویلي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې الېس وېلز په قطر کې د دوی له مرکچي پلاوي سره لیدلي او مخامخ خبرې یې ورسره کړې دي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو په تړاو له خبرونو خپرېدو سره همهال د دې ډلې بریدونه زیات شوي دي.

د ولسي جرګې غوښتنه

ولسي جرګه

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، ولسي جرګې وروستیو بریدونو او ناامنۍ ته په غبرګون کې تېره اونۍ له امریکا سره د امنیتي تړون د ارزولو غوښتنه وکړه.

تېره چارشنبه ( د سپټمبر ۱۲) افغان ولسي جرګې وویل، چې له امریکا سره دې امنیتي تړون له سره وارزول شي.

د ولسي جرګې د ځینې غړو په خبره، دغه تړون د افغانستان لپاره هیڅ ګټه نه لري او امنیتي حالت ورځ تر بلي خرابېږي.

ولسمشر غني د شهیدانو اونۍ لمانځ غونډه کې د ولسي جرګې د دې غوښتنې په ځواب کې وویل، چې له بل هر وخت افغانستان کې د سولې امکانات ډېر شوي دي.

"ایا غواړئ داسې وخت کې چې سولې ته نژدې یو، ځان پخپله انزوا کې واچوو، بدیل مو څه دی؟ ایا له نړۍ بیا غواړئ چې سل زره عسکر راولېږي؟ او څوک دا غواړي"