تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر انټرکانټيننټل هوټل د بريد په تړاو څو تنه نيول شوي دي
د کورنیو چارو وزارت وایي د کابل پر انټرکانټیننټل هوټل د برید په تړاو یې لږتر لږه پنځه تنه نیولي دي. د دغه وزارت ویاند نجیب دانش وویل چې د هوټل له ټولو کارکوونکو او امنیتي ساتونکو نه اښتتې پوښتنې شوې دي.
په دغو کسانو کې د بلخ - کابل په نامه د خصوصي امنیتي شرکت کارکوونکي هم راځي چې د هوټل پاسوالي یې په غاړه وه.
ښاغلي دانش وویل چې په خپله د هوټل د ادارې په غوښتنه د امنیت دنده د پولیسو پر ځای دغه شرکت ته سپارل شوې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د کابل پر کانټېننټل هوټل د طالبانو د ځانمرګي برید په وژل شویو او ټپیانو کې امریکاییان هم شته. د بي بي سي د یوه ایمیل په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د وژل شویو له کورنیو او ملګرو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړه، خو د وژل شویو په اړه یې نور جزییات ورنه کړل.
د شنبې ورځې په دغه برید کې چې طالبان وایي دوی کړی، د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۲۲ تنه وژل شوي او تر لسو کسان ټپیان دي.
د شنبې ورځې په دغه برید کې چې طالبان وایي دوی کړی، د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۲۲ تنه وژل شوي او تر لسو کسان ټپیان دي.
وژل شوي بهرنیان ډېر د اوکرایین وو چې له کام ایر هوایي شرکت سره یې د پیلوټانو او عَمَلې په توګه کار کاوه.