تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان افغان کډوالو ته د یو کال وخت ورکولو غوښتنه رد کړې
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
د پاکستان د ملي امنيت کمېټې افغان کډوالو ته په دغه هېواد کې د یو کال نور وخت ورکولو غوښتنه رد کړې ده. افغانستان له دغه هېواده غوښتي وو چې کډوالو ته دې یو کال نور وخت هم ورکړي.
پاکستاني چارواکو افغان کډوالو ته د روان ميلادي کال د جنورۍ تر ۳۱ یاني ۱۳ ورځې وخت ورکړی چې خپل هېواد افغانستان ته ستانه شي، خو د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرأت وايي، د پاکستان دا پرېکړه د کډوالو په برخه کې له نړېوالو کنوانسيونونو او تړونونو سرغړونه ده:
''یو کوربه هېواد هيڅکله په افغانستان پورې اړوند تر دوو ميليونو زیاتو کډوالو په اړه یو اړخیزه پرېکړه نه شي کولای، خو که د کډوالو د نړيوالو قوانينو او تړونونو پر ضد کوم عمل کوي نو موږ به له نړېوالې ټولنې سره په مشوره د دوی د راستنېدو لپاره پلان جوړ او چمتوالی ونیسو چې دا وخت نیسي. بله دا چې له پاکستانه تمه نه لرو چې داسې به وکړي. ''
ښاغلی جرأت که څه هم وايي، چې د کډوالو بېرته راستنېدو ته چمتوالی نېولی شي خو په وینا يې وخت ته اړتیا لري او تمه لري چې پاکستان داسې و نه کړي.
بل خوا پرون ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې يوې غونډې ته وویل، چې افغانستان ته د کډوالو له ستنېدو پرته دغه هېواد بشپړ نه دی او بېرته راتګ ته يې چمتوالی نیسي:
''د افغانستان د ټولنې هيڅ یوه برخه هم بشپړه نه ده، چې يوه برخه يې نېمګړې پاتې وي. زه د کډوالو مساله یادوم. زه ستاسې د لومړني خادم په توګه فکر کوم چې يوه پښه او یو لاس مې نه شته. تر څو چې دغه هېواد په بهر کې څلور مېليونه کډوال لري، موږ نېمګړي يوو. د هر کډوال درد او احساس زه او تاسې د زړه له تله حس کوو. ''
د رسمي شمېرو له مخې په پاکستان کې د نږدې يو نيم ميليون راجستر شویو افغان کډوالو په شمول تر دوه نیم مېليونه ډېر افغان کډوال اوسېږي.
په دې وروستيو کې له پاکستان سره د افغانستان او امريکا د اړيکو له ترينګلتیا وروسته پاکستان په دغه هېواد کې افغان کډوالو ته د پاتې کېدو وخت یوازې يوه میاشتې وغځاوه. هغه مهال یو شمېر کډوالو ویل چې پاکستان له دې سره غواړي چې د امریکا بدل له افغان کډوالو واخلي.
په همدې حال کې افغان حکومت له پاکستانه غوښتي چې د کډوالو مساله دې نه سیاسي کوي.