تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې د افغان - ترک لیسې څلور ښوونکي 'تري تم' شوي دي
افغان پلازمېنه کابل کې د افغان - ترک لیسو مسوولین وايي څلور ښوونکي یې دغه ښار کې تري تم شوي دي. افغانستان کې د افغان - ترک ښوونځیو ادارې مرستیال فواد حیدري بي بي سي ته وویل، نادرکه شویو کې درې ښوونکي ترکان او یو افغان دی.
ښاغلی حیدري وايي ښوونکي ګهیځ اووه بجې تایمني سیمه کې د افغان ترک لیسې لپاره وتلي وو، چې نادرکه شوي دي.
د نوموړي په وینا ملي امنیتي ځواکونو د نجونو لپاره دغه افغان ترک لیسې کې په دې تړاو له ماسپښینه وروسته پوښتې ګروېږنې او تالاشي کړې. نوموړي ویلي دوی په دې اړه تر اوسه کوم معلومات نه لري، خو کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي ښوونکي د ملي امنیت له لوري نیول شوي دي.
فواد حیدري ویلي، ملي امنیت ځواکونه نژدې ۴:۳۰ بجې له 'قانوني اجازې پرته ' ښوونځي ته ننوتل او د ښوونځي له تالاشۍ سره یې د یو شمېر ښوونکو مېشت ځایونه هم تالاشي کړل.
د ملي امنیت یوې سرچینې د ښوونځي تالاشي کول تایید کړي دي، خو د ښوونکو نیول کېدو په اړه یې څه نه دي ویلي.
نژدې درې میاشتې مخکې ترک حکومت د افغان - ترک ښوونځیو د فعالیت بڼه (ترهګریزه) وبلله او له کابله یې د دغو ښوونځیو تړلو غوښتنه وکړه.
افغان حکومت تر اوسه دغې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی. د ښاغلي حیدري په وینا ټول افغانستان کې د دغو ښوونځیو د زده کوونکو شمېر له اته زره کسانو ډېر دی او د سږ کال اوږدو کې یې نړیوالو تعلیمي سیالیو کې ۱۷۰ مډالونه ګټلي دي.