تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
''افغانستان ته د هند په سترګه کتل د پاکستان لویه ستونزه ده''
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، تر هغه چې پاکستان افغانستان ته د هند په سترګه کتل پرې ايښي نه وي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا ښه کېدلی نه شي. دا خبرې نوموړي په اسلام اباد کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ديپلوماسۍ په یوه غیر رسمي بحث کې کړې دي.
ښاغلی زاخېلوال وايي، هېواد يې کله هم په نړیوال کچ د پاکستان د ګوښه توب لپاره کار نه دی کړی او وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باوري لاهم د لرې والي تر ټولو لوی لامل دی.
د افغانستان په تړاو د امریکا له نوې تګلارې وروسته چې پکې يې پاکستان د اورپکو پر ملاتړ او پټنځایونو تورن کړی و، ښايي دا په پاکستان کې د افغان سفیر لومړنۍ څرګندونې وي، چې وايي، پاکستان باید افغانستان د یوه خپلواک هېواد په حیث ومني او له نورو هېوادونو سره يې پر اړیکو او دوستۍ خفه نه شي.
اسلام اباد چې په دې باور دی ' که ډیلی او کابل سره نژدې شي، نو ښايي دوی ته دواړه سره یو شي، ځکه چې دواړو هېوادونو تل پر دغه هېواد د اورپکږ د ملاتړ تورونه لګولي دي. '
د ښاغلي زاخېلوال په خبره تر هغه چې په افغانستان کې سوله نه وي راغلې، پاکستان هم سوله ييز نه شي پاته کېدای او په خبره يې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ د له منځه وړلو لپاره باید کار وشي.
په اسلام اباد کې افغان سفیر داسې مهال دا خبرې کوي، چې ټاکل شوې، راتلونکې اوونۍ د افغانستان د پارلمان یو دوه کسیزه پلاوی پاکستان ته سفر وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ له منځه وړلو لپاره خبرې وکړي.