اشرف غني: پاکستان دې د لندن ژمنې پر ځای کړي

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې تهمینه جنجوعه سره په لیدنه کې د افغانستان پر امنیتي اندیښنو خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې وزیرې وغوښتل چې دغه اندیښنې د خپل حکومت له مشرتابه سره شریکې کړي".

د خبرپاڼې له مخې افغان ولسمشر له تهمینه جنجوعه غوښتي چې د لندن غونډې له ژمنو سره سم پکار ده پاکستان عمل وکړي او دریم لوریې څارنه وکړي.

څه موده وړاندې په لندن کې د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له خپل پاکستاني انډول سره وکتل او ژمنه وشوه چې پاکستان به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پام وړ عملي ګامونه پورته کوي.

د توغندیزو بریدونو موضوع

ولسمشر غني له میرمن جنجوعه سره په کتنه کې د ډیورنډ کرښې له بلې غاړې د راکټي بریدونو په اړه هم د افغان لوري اندیښنې په ډاګه کړې.

له څو کلونو راهیسې د افغانستان د ځینو ختیځو ولایتونو پر سرحدي سیمو د ډیورنډ کرښې له بل لوري توعندیز بریدونه کیږي.

په لومړي ځل شپږ کاله وړاندې مخکني ولسمشر حامد کرزي د دغو راکټي بریدونو موضوع په ایران کې د پاکستان له پخواني ولسمشر اصف علی زرداري سره یاده کړې وه.

خو دغه بریدونه وخت ناوخت لا هم دوام لري، چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ شمیر کورنۍ کډې کولو ته اړ شوې دي.

له غني سره د عباسي ژمنه

کابل ته د تهمینه جنجوعه د سفر د هدف په اړه څه نه دي ویل شوي خو لنډمهال لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ژمنه کړې چې له افغانستان سره به د سیمې د امنیت لپاره ګډ کار کوي.

ده ویلي و ترهګري ګډ دوښمن دی او له سیمې به یې د ورکولو لپاره ګډ کار وکړي.

کله چې شاهد خاقان عباسي د پاکستان لنډمهالی لومړی وزیر شو د اګسټ پر اوومه افغان ولسمشر د مبارکۍ لپاره ټلېفون ورته کړی و.

ښاغلي عباسي په دغو ټلیفوني خبرو کې وویل، چې ترهګري د افغانستان او پاکستان ګډ دوښمن دی او د رېښو وچولو لپاره به یې ګډ کار کوي.

خو افغان چارواکي وايي وسله وال طالبان او حقاني ډله له پاکستانه ملاتړ تر لاسه کوي او هلته خوندي پټنځي لري، هغه څه چې پاکستان یې ردوي.

د پاکستان د نوي لنډ مهال لومړي وزیر په راتګ او له یوې نسبتا اوږدې مودې وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیاله وزیره لوړ پوړې چارواکې ده چې افغانستان ته سفر کوي.