د افغان مېرمنو کمپاین: زما نوم زما پېژندګلوي ده

    • Author, زمزمه نیازۍ
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې ښځینه فعالانو زما نوم زما پيژندګلوي تر شعار لاندې کمپاین پیل کړی دی چې په ترڅ کې یې دوی ښځو ته د خپلو نومونو د اخیستلو غوښتنه کوي.

افغانستان او پښتونخوا کې حاکمو دودونو د ښځینه نوم اخیستل شرم ته ورته کار ګرځولی، په داسې حال کې چې په تاریخي، مذهبي او کلتوري برخو کې یې د نامه مېرمنې، په خورا درناوي پخپلو نومونو یادېږي.

افغان نارینه تر ډېره د خپلو ښځو نومونه نه اخلي، یوازې هغه وخت یې اخیستو ته اړکېږي چې ډاکټر ته یې بوځي یا هم پېژنپاڼه (تذکره) ورته اخلي.

په دې دودیزه ټولنه کې ښځې تر ډېره د پلار، خاوند، ورور، زوې یا نورو نارینه وو خپلوانو په نوم یادیږي.

د بي بي سي خبریاله زمزمه نیازۍ چې د کابل ختیځ کې یویې لوې هدیرې ته ور غلې وايي، په هدیره کې د یو شمېر ښځو پر قبرونو شناختې لیدل کېږي خو د خپلو نومونو پر ځای یې د کورنۍ د نارینه وو نومونه پرې لیکل شوي دي: "دوه قبرونه څنګ په څنګ ګورم په یوه یه لیکل شوي مرحوم حسین او انځور یې هم شته او پر بل یې نوم نه دی لیکلی."

د ټولنپوهانو په اند دې دودپاله ټولنه کې د ښځو نومونو پټول فرهنګي اودودیزې ریښې لري.

په کابل کې یو شمېر ښځينه فعالانو کمپاین پیل کړی چې ښځې دې نورې پخپلو نومونو یادې شي. دوی خپل کمپاین د هشټګ په کارولو له خواله رسنیو را پیل کړی دی.

د دغو ښځو له ډلې یوه یې هم ویدا "ساغري" ده چې پر خپله فیسبوکپاڼه یې لیکلي: "زما نوم زما پیژندګلوي، ماته په خبل نوم غږ وکړئ. "

لکه د نورو بدو کولتوري اړخونو ښځې ته په خپل نوم غږ کولو لپاره دا هڅې د بدلون یوه پیلامه ده.