تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'' د بي بي سي همکارانو یوه خندانه څیره یې ووژله''
- Author, غزا نور
- دنده, بي بي سي
وداني ولړزېده، فکر مې کاوه زلزله ده، خو ور پسې درز شو، دفتر له دوړو ډک شو، ملګرو ویل، توغندی دی، په بېړه خوندي خونې ته کوز شوو.
بېرته را ووتلو، ځکه موږ تازه دفتر ته رسېدلي وو، نور ملګري هم پر لار وو، هغوی ته اندېښمن وو، لږ وروسته هدایت الله همیم، عبدالله نظامي، ایوب اروین او تاج الدین سروش ټپي راغلل.
ویل یې محمد نذیر 'د دفتر موټروان ' ډېر ټپي شوی وو. دوی مو بل موټر کې روغتون ته ولېږدول، نذیر پسې هم همکاران روغتون ته لاړل، خو د هغه په مړي پېښ شول.
همکارانو یې له روغتون مړی کور ته یووړ، وايي: 'خوسر یې ویل، چې د چاودنې له غږ لږ وروسته یې لور 'د محمد نذیر مېرمن ' کور ته ورغله ورته ویل یې هډونه یې سوځي وېرېږي پر نذیر څه شوي نه وي.
خو نذیر یواځې د یوې کورنۍ نه بلکې د بي بي سي د سترې کورنۍ غړی هم و.
د بي بي سي خندانه څېره
د ټولو ملګرو له سترګو اوښکې روانې وې.
زمزمې نیازۍ ډېر په زوره زوره ژړل، چې ارامه شوه ورته ومې ویل د محمد نذیر په هکله یو څه راته ووایه.
ویې ویل ''د بي بي سي د موټر چلونکو خندانه څیره یې ووژله ''
د زمزمې په خبره، که به استاد نذیر څومره هم ستړی و، له کارکونکي سره په تللو به یې تندی روښانه وه تا به ویل د دنیا خوښي ورسره ده .
''ډیرې خبرې یې نه کولې خو که به دې ورسره کیسې پیل کړې خپلې تجربې به یې ډیرې ویلې ''
''دوه درې یو ورځینو سفرونو ته ورسره لاړم او معمولا کابل کې مرکو ته ورسره تلم په خندا به یې وویل چیرې ځې له ټوکو به مې ویل چکر ته ځو ده ویل له دې ښه خبره چیرته ده ''.
هغه زیاتوي همدا یکشنبه یې شاوخوا ۱۱ بجې یو ځای کې مرکه وه او نذیر ور سره لاړ.
''نذیر استاد به تل د دفتر فرونر ډوله موټر چلوه دا ځل یې سپین بس موټر اخیستی و په خندا مې ورته وویل دا موټر درسره هیڅ ښه نه ښکاري هماغه شیک موټر او نذیر استاد.
په پټه خوله موسکی شو له ځنډ وروسته یې ووېل موږ بچیانو ته روزي پیدا کوو که ګاډۍ هم چلوو خو چې حلاله روزي وي ''.
له روژې مخکې پلان یې
زه یو ځل کاپیسا ته ور سره لاړم، ځانګړی رپوټ مې درلود، سیاد کې د لیکه هوټلونو مخ ته د چای څښلو لپاره ودرېدلو، ده د چای ډودۍ پر مهال هم موټر ته ډېر پام کاوه، ما ویل هیڅ خبره نشته، دومره فکر مه کوه. ده په موسکا وویل 'احتیاط ښه دی '
محمد نذیر کاپیسا ته د لارې په اوږدو کې هم پام کاوه، خو نن یې له همدې چاودنې پوره وه، موږ او کورنۍ یې پرېښود، مګر ښې خاطرې یې له موږ سره تل ژوندی ساتي.
هغه ژوند دومره لنډ نه باله، د بي بي سي انګرېزي څانګې همکار محفوظ زبیدي وايي، 'نذیر له روژې مخکې راته ویل چې سیګرټ پرېږدي. '
هغه سیګرټ پرېښودل، خو مرګي نور ژوند ته پرې نه ښود.