تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر جمعه د حزب اسلامي زندانیان خوشي کېږي
- Author, اریا احمدزۍ
- دنده, بي بي سي
د هغو اسنادو پر اساس چې بي بي سي موندلي افغان حکومت به د جمعې پر ورځ د حزب اسلامي ۶۸ زندانیان خوشې کړي خو د هوکړه لیک سربېره له زندانه ۴۶ زندانیان نه خوشي کېږي.
افغان حکومت د دغو کسانو ازادول د هېواد د ملي امنیت پر وړاندې ګواښ بولي ځکه د دوي په وینا دا هغه کسان دي چې له نورو ترهګرو ډلو طالبان،القاعده او حقاني شبکې سره اړیکي لري.
څومره حزبیان بندیان دي؟
د رسمي شمېرو له مخې، د افغانستان په زندانونو کې د اسلامي حزب ۶۰۰۰ غړي بندیان دي.
د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د هوکړې له مخې، یاد زندانیان به په درېیو پړاوونو کې خوشې شي.
اسلامي حزب په لومړي پړاو کې له دولته د ۴۸۸ زندانیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه، چې له ډلې یې یوازې د ۶۸ تنو پر خوشې کولو هوکړه شوې ده.
د حزب اسلامي سرچینو بي بي سي ته ویلي، دوی به په راتلونکو پړاوونو کې له دولته له ۲۵۰۰ څخه تر ۳۵۰۰ زندانیانو د خوشې کولو غوښتنه وکړي. اټکل دی چې دغه کسان به هم د دولت له چاڼه تېر شي.
کوم حزبیان له زندانونو خوشې کېږي؟
د دولت او حزب اسلامي تر منځ د شوې هوکړې له مخې، دولت باید د حزب اسلامي ټول سیاسي بندیان ازاد کړي، خو هغوی یې په ډله کې نه دي چې پر حزب اسلامي سربېره له نورو ترهګرو ډلو سره د یارانې تور پرې شته.
د هوکړه لیک په یوولسمه ماده کې راغلي "د افغانستان اسلامي جمهوریت ددغه هوکړه لیک له محتوا سره سم د حزب اسلامي د مشر او غړو د پخوانیو سیاسي او نظامي کړنو د قضايي خوندیتوب تضمین کوي."
د ۱۱مې مادې په بله فقره کې راغلي، افغان دولت ژمن دی د حزب اسلامي ټول بندیان چې جنايي یا شخصي دعوا ونه لري، له درېیو میاشتو په کمه موده کې خوشې کړي.
د سولې له بهیر سره د بیا یوځای کېدو او د دارالانشا د ستراتیژیکو اړیکو مشر احمد فرزان وايي، هیڅکله به د حزب اسلامي هغه زندانیان ازاد نه کړي، چې جرمي قضیه ولري. دا وايي "حکومت د زندانیانو د خوشې کولو په موخه یو دوه اړخیز کميسیون جوړ کړی چې په تفاهم سره به زندانیان خوشې کوو، خو هېڅکله هغه زندانیان نه خوشې کېږي چې جرمي قضیه ولري او د افغانستان امنیت ته ګواښ وي."
درې پړاوونه
د افغان دولت او حزب اسلامي تر منځ د شوې هوکړې له مخې، هغه بندیان چې جنايي او شخصي جرمي مخینه ونه لري، په درېیو پړاوونو کې د افغانستان له زندانونو خوشي شي.
حزب اسلامي په هوکړه لیک کې ژمنه کړې چې له زندانه خوشي کېدونکي پلویان به یې د افغان حکومت پر وړاندې له وسله والې مبارزې او له بهرنیو اورپکو سره له یوځایوالي راوګرځوي.
په راتلونکو دوو پړاوونو کې به چې د تر سره کېدو مهال یې لا څرګند نه دی، ۳۷۴ نور زندنیان هم خوشې شي.
حکومت له ټولو خوشې کېدونکو زندانیانو عادي ژوند ته د بیا ګرځېدو په موخه تضمین لیکونه اخلي.
جنجالي زندانیان
په نه خوشې کېدونکو زندانیانو کې پر ۴۶ زندانیانو سربېره ۳ نور زندانیان هم شته چې پر سر یې د افغان دولت او حزب اسلامي تر منځ جنجال شته.
حکومتي لوری وايي، یاد کسان درنې جرمي دوسیې لري چې له ۱۱ تر ۲۰ کلونو بند پرې ختلی دی.
د ورته زندانیانو په اړه د حزب اسلامي د استازو دریځ روښانه دی، دوی د خپل ګوند هغه پلویان غواړي چې جرمي مخینه ونه لري.
د اسلامي حزب ویاند قریب الرحمن سعید وايي "موږ لست جوړوو. دا د حکومت دنده ده چې څېړنه وکړي. که جرمي سابقه ولري حزب ورسره کار نه لري. موږ یوازې خپل سیاسي زندانیان غواړو."
خوشې کېدونکي زندانیان
د هغو اسنادو له مخې چې بي بي سي تر لاسه کړي، د جمعې په ورځ د خوشې کېدونکو ۶۸ زندانیانو د ډېرو یې د بند موده پوره شوې ده.
په دوی کې ډېری هغه دي چې د بند موده یې تر پنځو کلونو کمه وه، خو په ډله کې یې داسې کسان هم شته چې د بند موده یې له ۱۱ تر ۲۰ کلونو رسېږي.
خوشې کېدونکي د کومو ولایتونو دي؟
هغه زندانیان چې په لومړي پړاو کې خوشي کېږي د کندهار،هلمند، میدان وردګ، کابل، ننګرهار، خوست، بغلان، لوګر، ارزګان، زابل، نیمروز، هرات، بادغیس، فراه او پروان ولایت اوسېدونکي دي.