نړیوال بانک په افغانستان کې پانګونې بیمه کوي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، میګا تر دا مهاله درې ستر شرکتونه بیمه کړي دي

د نړیوال بانک د څو اړخیزې پانګونې د تضمین اداره "میګا" په افغانستان کې د سترو پانګونو لپاره د بیمې خدمتونه چمتو کوي.

د نړیوال بانک د څو اړخیزې پانګونې د تضمین ادارې له 2003 کال راپدیخوا اته شرکتونه بیمه کړي و چې پنځه یې تړل شوي او درې هغه یې لا هم فعالیت کوي.

درې بهرني شرکتونه (ایم ټي این) مخابراتي شرکت، د بلجیم ـ لوګزامبورک ټوکر شرکت او د هالینډ د لبنیاتو شرکت د 154 میلیونه ډالرو په ارزښت بیمه شوي. دا شرکتونه د سیاسي بدلونونو او سوداګریزو ستونزو پر وړاندې بیمه شوي دي.

ایسي، برک، جیو بلدنګ ټکنالوژي، انترنیشنل فارما سیتیکال کمپنۍ او د مالوچ پروژې شرکت هغه شرکتونه وو چې پخوا به د دغه بانک له خوا بیمه کېدل.

د افغانستان خصوصي سکټور د نړیوال بانک دغه ګام ستایلی دی.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په افغانستان کې شرکتونو بیمه کول تر ډېره عام نه ده

د دې هیواد سوداګرۍ خونې چارواکي وایي د لویو شرکتونو بیمې نورو پانګونو ته لار هواروي او د سوداګرۍ په ګټه ده.

د دغې ادارې د پالیسۍ برخې مشر محمد طاهر وردګ وایي:" که دوی دغه پروګرام لږ نور هم پراخ کړي او ټولو ته یې په اړه معلومات ور کړي، ډاډه یم بهرني پانګوال به هم په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړي."

که څه هم په افغانستان کې د شرکتونو بیمه کول تر ډېره نوې چاره ښکاري، خو شنونکي باور لري چې پانګوونکو شرکتونو بیمه کول به له هېواد څخه بهر د پانګې له تېښتې مخنیوی وکړي