تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'پر ډیورنډ کرښه خنډونه جوړول له هوکړې سرغړاوی دی'
- Author, عبدالله الهام
- دنده, بي بي سي کابل
د افغانستان حکومت وايي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د هر ډول خنډونو جوړول د دواړو هېوادونو ترمنځ له شوو هوکړو سره په ټکر کې دي او دا ډول کړنو ته د سرغړونو نوم ورکوي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت چارواکي وايي د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار د غځولو دوام به دوی اړ کړي چې د پرېکړې لپاره ولس ته مخ واړوي.
د پاکستان حکومت په خپله خاوره کې له څو ترهګريزو بريدونو وروسته پر افغانستان غوسه وښوده او د څه کم یوې مياشتې لپاره يې د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې جوړې شوې دروازې وتړلې.
دغه ستونزه په لندن کې د دواړو هېوادونو د ملي امنيت د سلاکارانو ترمنځ له خبرو وروسته حل شوې خو له هغې وروسته پاکستان د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار غځول پیل کړل.
خو افغان چارواکي د يادې کرښې په اوږدو کې د اغزن تار غځول یوه سرغړونه بولي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند شکېب مستغنی وايي افغان دولت به د افغانستان د ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا د تر پښو لاندې کېدو پر مهال اقدام وکړي:
''د ډېورنډ کرښې شاوخوا د پاکستان د دغو سرغړونو او یو اړخيزو اقداماتو د دوام په صورت کې د افغانستان دولت ملت ته مراجعه کوي او ډاډ ورکوي چې د افغانستان د ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا په برخه کې هر څه د افغانستان د ملت خوښه وي دولت او د هغو ملي دفاعي ځواکونه به هغه پوره او پر ځای کړي. ''
ډېورنډ کرښه نژدې يوه پېړۍ وړاندې د افغانستان او بريتانوي هند تر منځ د يوه هوکړه ليک له مخې کش شوه خو تر اوسه د افغانستان او پاکستان تر منځ د يوې شخړه پاروونکې موضوع په توګه پر ځای پاتې ده.
د افغانستان حکومت د يادې کرښې په شاوخوا کې د اغزن تار غځېدل د ټولو هغو ژمنو خلاف ګڼي چې د دواړو هېوادونو تر منځ شته.
د افغانستان او پاکستان تر منځ په یاده کرښه راپورته شوې شخړې یوازې د دواړو هېوادونو د حکومتونو تر منځ نه بلکه په هېوادونو کې دننه هم د تندو بحثونو لامل شوي.
د ولسي جرګې يوه غړي لطيف پدرام تېره اونۍ یاده کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله وبلله چې د نوموړي دغه دريځ ګڼ غبرګونونه وپارول.
د بېلګې په توګه د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار او د ولسي جرګې غړي کمال ناصر د ډېورنډ مسئله یوه ملي داعيه وبلله او په دې تړاو يې د ښاغلي پدرام څرګندونې وغندلې.
د افغانستان د حکومت چارواکو نن د يادې موضوع په تړاو په خپل رسمي دريځ کې وویل چې د ډېورنډ پر کرښه پرېکړه د افرادو او حکومتونو واک ندی او باید د افغانستان ملت په دې تړاو پرېکړه وکړي.