د عکسونو البوم: د تورخم دروازې بیا پرانیستل

د ډیورنډ پر کرښه د تورخم دروازه، چې له څه مودې راهیسې پاکستان تړله وه، د نوي کال پر لومړۍ ورځ ګهیځ مهال بېرته پرانیستل شوه. دا انځورونه ازاد عکاس میلاد حمیدي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته راستولي دي.

تورخم
د عکس تشریح، د افغانستان ختیځ کې د بي بي سي خبریال نعمت الله کریاب وايي، د تورخم دروازه د سې شنبې پر ګهیځ شاوخوا اوه بجې پرانیستل شوه.
تورخم
د عکس تشریح، اوس یوازې پاسپورټ لرونکو کسانو ته له تورخمه د اوښتو اجازه ورکول کېږي.
تورخم
د عکس تشریح، د تېرې دوشنبې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي وو، د ښه نیت له مخې یې له افغانستان سره د تورخم دروازې د سملاسي پرانیستلو حکم کړی دی.
تورخم
د عکس تشریح، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، وروستیو کې د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ اړیکې او خبرې د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې په برخه کې د ځینو پرمختګونو لامل شوې دي.
تورخم
د عکس تشریح، پر مسافرو سربېره، بار وړونکو ګاډو ته هم د اوښتلو راوښتلو اجازه ورکړل شوې ده.
تورخم
د عکس تشریح، پاکستان د مارچ پر اوومه او اتمه هم دا دروازه د هغو خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیستې وه، چې قانوني اسناد یې درلودل.
تورخم
د عکس تشریح، په پاکستان کې له وسلوالو بریدونو وروسته د دغه هېواد پوځ د تورخم په ګډون له افغانستان سره د تګ راتګ دروازې وتړلې.
تورخم
د عکس تشریح، په تېرو ۳۰ ورځو کې د پولې دواړو غاړو ته شاوخوا ۱۰ زره بار وړونکي موټر ولاړ دي.
تورخم
د عکس تشریح، د دروازې د تړلو ډېر زیان د پاکستان سوداګرو ته و او له امله یې ددغه هېواد خلکو له چارواکو د دروازې د پرانیستلو غوښتنه کوله.