د پاکستان لومړي وزیر د تورخم دروازې د پرانیستلو حکم وکړ

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په تورخم کې افغان او پاکستاني چارواکي د لارې پرانیستلو ته تیاری نیسي.

د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف وايي، د ښه نیت له مخې یې له افغانستان سره د تورخم دروازې د سملاسي پرانیستلو حکم کړی دی.

په تورخم کې ځايي خلکو د بي بي سي سیمه ییز خبریال ته ویلي، چې افغان او پاکستاني چارواکي سره جرګه شوي او له مراسمو وروسته به دا دروازه پرانیستل شي.

تورخم او له افغانستان سره د تګ راتګ نورې دروازې پاکستان کې له بریدونو وروسته تړل شوې دي.

په پاکستان کې له وسلوالو بریدونو وروسته د دغه هېواد پوځ د تورخم په ګډون له افغانستان سره د تګ راتګ دروازې وتړلې.

خو د دروازې د تړلو ډېر زیان د پاکستان سوداګرو ته و او له امله یې ددغه هېواد خلکو له چارواکو د دروازې د پرانیستلو غوښتنه کوله.

د شنبې په ورځ هم قبایلي سیمې لنډي کوتل کې ځايي سیاسي مشرانو، سوداګرو او د ګاډو څښتنانو د تورخم لارې تړل کېدو پر ضد مظاهره کړې وه.

دوی له حکومت غوښتل چې سملاسي دا دروازه پرانیزي.

ر

د عکس سرچینه، TK

د عکس تشریح، د تورخم دروازې د پرانیستلو لپاره په لنډي کوتل کې مظاهره.

تېره دوشنبه(د مارچ ۱۳) په بلوچستان کې سیاسي ګوندونو او سوداګرو هم په خبري غونډه کې د پاکستان له چارواکو وغوښتل چې له افغانستان سره تړلې دروازې پرانیزي.

دغو خلکو ګواښ کړی و، چې که اسلام اباد دا دروازې نه پرانیزي، نو دوی به په پاکستان کې لارې وتړي او کاربندیز به وکړي.

پاکستان د مارچ پر اوومه او اتمه هم دا دروازه د هغو خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیستې وه، چې قانوني اسناد یې درلودل.

د پاکستان د سند ایالت په سیون سیمه کې د فرورۍ پر ۱۶ مه د لال شهباز قلندر زیارت کې تر ځانمرګي برید وروسته د دغه هېواد پوځ د تورخم په ګډون له افغانستان سره د تګ راتګ لارې وتړلې.

په هغه برید کې تر ۸۰ ډېر کسان ووژل او تر ۲۵۰ کسان ټپیان شول.

اسلامي دولت نومې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی، خو پاکستان یې پړه پر جماعت الاحرار ډلې اچوي او وايي، چې دا برید یې له افغان خاورې پلان کړی و.