"پکتیکا کې نژدې ۳۰ زره نجونې ښوونځیو ته ځي"

د افغانستان پکتیکا ولایت کې لسګونه نجونې له دوولسم ټولګي فارغې شوې. د دغه ولایت چارواکي وايي، دا مهال نژدې ۳۰ زره نجونې په ۲۹ ښځينه ښوونځيو کې پر زده کړو بوختې دي.

چارواکي هیله ښيي چې راتلونکو کلونو کې به سلګونه نجونې له ښوونځیو فارغې شي.

کابو دوولس کاله وړاندې د پکتیکا لرې ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي جوړ شول.

د افغانستان په لیرو ولایتونو، په تېره بیا سوېلي او سوېل ختیځو ولایتونو کې ګڼې نجونې ښوونځیو ته له تللو بې برخې دي.

ددغو ولایتونو په ګڼو سیمو کې د دود، بې وزلۍ، د نجونو د ښوونځیو او ښځینه ښوونکو د نشتوالي له کبله نجونو ته د زده کړو اسانتیاوې نه دي برابرې شوي.

خو ناامنۍ یو بل هغه لوی لامل دی چې ښوونځیو ته د کورنیو د نجونو د تګ مخه یې نیولې ده.

خو اوس ښکاري چې پکتیکا کې دا ستونزه ورو - ورو په هوارېدذو ده. د پکتیکا والي الیاس وحدت وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې دا لومړی ځل دی چې پکتیکا کې ۵۰ نجونې له ښوونځیو فارغې شوې دي.

ښاغلی وحدت زیاتوي، اوس پکتیکا کې د نجونو د تعلیم په اړه د خلکو ذهنونه روښانه شوي او د لیرو ولسوالیو خلک هم پخپلو سیمو کې د نجونو د ښوونځیو جوړېدو ته لېواله دي.

پکتیکا کې شاوخوا ۱۳۰ ښځینه ښوونکې په تدریس بوختې دي، خو ویل کېږي چې لاهم هلته د ښځینه ښوونکو د کمښت ستونزه لا نه ده هواره شوې.

چارواکي وايي، ددې ستونزې د هواري لپاره یې د ملګرو ملتونو په همکارۍ یو پروګرام پیل کړی دی.

ددغه پروګرام پربنسټ، هغو ښځینه زده کوونکو ته له لس ټولګي وروسته د معلمۍ مسلکي زده کړې ورکول کېږي، چې غواړي راتلونکې ښوونکې شي.

دغه پروګرام اوسمهال د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې پیل شوی دی.

چارواکي وايي، تر دوو کلونو پورې به پکتیکا کې د ښځینه ښوونکو د کمښت ستونزه حل شي.

پکتیکا د افغانستان په سوېل ختیځ کې پروت سرحدي ولایت دی، د اوسېدونکو شمېره یې تر یو میلیون کسانو رسېږي، سیمه وال سرخلاصي یې وايي، پکتیکا وال ځوانان چې په تېرو کلونو کې له پوهنتونونو فارغ شوي، کسان په نورو ادارو کې د لوړ معاش په بدل کې کارکوي.