تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لویه څارنوالي وايي د جنرال دوستم د قضیې په اړه پلټنې روانې دي
یوې باوري حکومتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي چې د دې هېواد لویه څارنوالي د جنبش اسلامي ګوند مشر او د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د قضیې په تړاو پلټنه کوي او ښايي یو شمېر ښکېلو کسانو ته جلب ور واستوي.
د جوزجان ولایت پخواني والي احمد ایشچي پر جنرال دوستم تور لګولی و چې هغه یې بندي کړی او شکنجه کړی دی.
بله خوا د افغانستان د ترکتبارانو د شورا مشراکبر بای ویلي چې د ولسمشر غني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم پر وړاندې خپله پخوانۍ دوسیه بیا پرانیزي.
دی پر ښاغلي دوستم تور لګوي چې دی یې هم شکنجه کړی و.
ښاغلی اکبربای زیاتوي چې له حکومته غواړي له ښاغلي دوستم نه دې پوښتنې ګرویږنې وکړي او هغه دې د قانون منګلو ته وسپاري.
دی وايي "راتلونکې شنبه څارنوالۍ ته خپله دعوا سپارم او خپله دوسیه تعقیبوم. "
د افغانستان لویې څارنوالي څو ورځې وړاندې د احمد ایشچي د قضیې څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی. دا اداره وایې د دې قضیې په تړاو یې څېړنې دوام لري.
په افغان حکومت نړیوال فشارونه هم ډېر شوي چې باید د احمد ایشچي قضیه په سم ډول وڅېړل شي او عدالت پلی شي.
د ښاغلي دوستم دفتر د دغو نوو پرمختګونو په اړه ویلي چې دوی اوس غبرګون ښودل نه غواړي، خو تر دې وړاندې د ښاغلي دوستم ویاند پرهغه لګېدلي تورونه رد کړي او دا یې د هغه د بدنامولو او سیاسي دریځ کمزوري کولو یوه دسیسه بللې وه.