'عطامحمد نور د ولایت له څوکۍ ګوښه کېږي'

د بلخ ولایت سرپرست والي او د جمعیت اسلامي ګوند اجراييه مشر عطا محمد نور ویلي چې دی چمتو دی د ولایت څوکۍ پرېږدي. ښاغلي نور د دې کار په بدل کې په کابینه کې د بدلون غوښتنه کړې ده.

د عطا محمد نور وياند امير فرهاد وايي ښاغلي نور د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له گوند سره د سولې بهير د ملاتړ ترڅنگ ځینې ملاحظې هم درلودې چې اوس تر ډېره حل شوي دي.

ښاغلی فرهاد وایي د بلخ د چارسمبالي والي یو شمېر وړاندیزونه چې هغه کې د وزارتونو او معینیونو په کچه مقررۍ وې، منل شوي.

همدارنګه ښاغلي نور له ګلبدین حکمتیار سره د سولې خبرو ملاتړ کړی خو ځینې شرطونه یې هم وړاندې کړي.

د ښاغلي نور ویاند امیر فرهاد بي بي سي ته د ولسمشرغني او د بلخ د سرپرست والي ترمنځ د خبرو په اړه وویل، ښاغلي نور غوښتي چې د حزب اسلامي ټول جنګیالي دې خپله وسله پر ځمکه کېږدي.

د ښاغلي فرهاد په وینا "دوی دې خپلې وسلې د سولې بهیر ته وسپاري ". فرهاد زیاته کړه " حزب اسلامي باید هغه ټولې سیمې چې د دوی تر کنترول لاندې دي یا هلته نفوذ لري، د ملي وحدت حکومت ته وسپاري. "

د عطامحمد نور په استازیتوب ښاغلي فرهاد پر دې ټینګار وکړ چې په هوکړه لیک کې باید د افغانستان د اساسي قانون او نورو قوانینو یادونه وشي، او حزب اسلامي باید دا ټول ومني او ملاتړ یې وکړي.

ښاغلي نور دا څرګندونې وروستیو کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره تر ځینو بحثونو او مشورو وروسته کړې دي.

د ښاغلي نور ویاند د ده له خولې وویل چې د دې وخت رارسېدلی چې له دندې ګوښه شي ځکه "که اوبه هم په یوه ځای پاتې شي، نو خوسا کېږي ".

د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال عطامحمد نور د ډاکتر عبدالله عبدالله کلک ملاتړی و او هغه مهال یې ولسمشرۍ ته پر نوماند ډاکتر اشرف غني باندې لفظي ګوزارونه وکړل.

د ولسمشر په توګه د ښاغلي غني له ټاکل کېدو وروسته، سره له دې چې په ولایتونو کې ډېر ادلون بدلون راغی خو ښاغلی نور تر اوسه هم د بلخ چارسمبالی والي پاتې شو.