تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جرمني کې یو افغان "د جنسي تېري او قتل په تور نیول شوی"
د رپوټونو له مخې په جرمني کې یو افغان کډوال پر یوې ۱۹ کلنې نجلۍ ماریا لیدنبرګر د جنسي تېري او وژنې په تور نیول شوی دی.
پلټونکي وايي، پر ماریا لومړی جنسي تیری شوی او بیا سیند ته غورځول شوی ده. داسې ویل کېږي چې نوموړې د ډوبېدو له امله مړه شوې خو تر اوسه دغه خبره پوره روښانه نه ده.
د جرمني د لومړۍ وزير مرستيال رګمار ګابريل ويلي د هغه افغان کډوال نيول بايد د خلکو "احساسانو د پارولو او د توطيې" لپاره و نه کارول شي چې پر يوې جرمنۍ نجلۍ د جنسي تېري او د وژلو تور پرې پورې دی.
د اروپایي ټولنې د یوه لوړپوړي چارواکي لور ماریا لیدنبرګر د طب پوهنځي محصله او د کډوالو د یوه مرکز داوطلبه کارمنه وه.
کله چې ماریا لیدنبرګر د جرمنی په فریبرګ ښار کې د پوهنتون له مېلمستیا ستنېدله، په پلې لار کې پرې برید شوی دی.
د رپوټونو له مخې دا پېښه د اکتوبر پر ۱۶ شوې، خو معلومات یې ځکه اوس خپرېږي چې تېره جمعه په دې تړاو یو کس نیول شوی دی.
شکمن افغان له هغه وروسته ونیول شو چې پولیسو لارې ته نږدې په یو پړوني ډي اېن اې وموندل.
د رپوټ له مخې دا پړونی د ماریا دی.
پولیسو د پېښې په ځای کې د سر وېښتان هم وموندل او بیا یې د امنیتي کمرو له لارې د ورته وېښتانو په موندلو سره شکمن کس پیدا کړ.
دغه اوولس کلن افغان له نیولو وروسته تورن شوی چې پر ماریا یې برید کړی دی.
د ځینو رپوټونو له مخې دغه ۱۷ کلن افغان خپل جرم منلی دی.
ویل کېږي د نوموړي محکمه به راتلونکې کال کې له یو شمېر پلټنونو وروسته تر سره شي. دغه افغان کډوال تېر کال جرمني ته تللی او له یوې ځايي کورنۍ سره اوسېږي.
د رپوټونو له مخې اغلې لیدنبرګر په خپل وزګار وخت کې له کډوالو سره په یوه پنډغالي کې مرستې کولې.
خو معلومه نه ده چې له دغه تورن افغان سره یې په خپل ژوند کې پخوا لیدلي و او که نه.
تل خندا
مریا پر فسیبوک څو اوونۍ وړاندې د خپل عکس په خپرولو سره لیکل و چې ماشومان په ورځ کې ۴۰ ځله خندا کوي او لویان یوازې ۱۵ ځله نو زه نه غواړم چې لویه شم.
د وژل شوې ماریا پلار ډاکټر کلیمز لیدنبرګر قانونپوه دی او د اروپايي کمېسون د قانون ریاست کې لوړپوړی چارواکی دی.
د اکتوبر پر ۲۶ نوموړي او مېرمن یې فریدریکا په یوه ځايي ورځپاڼه کې د خپلې لور یاد لیک خپور کړ.
په دغه یادرلیک کې راغلي: "ماریا ۱۹ کلنه وه، زموږ د کورنۍ یواځنۍ لمر سترګه وه، هغه به تلپاتې وي".
د ډیسمبر پر شپږمه ماریا شل کلنه کېدله.