عباس ستانکزی: "نظام په افراط او تفریط نه چلېږي"

ستانکزی

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیر محمد عباس ستانکزی وايي، نظام په افراط او تفریط نه چلېږي او که د رهبر امر "د شرعیت خلاف وي باید و نه منل شي."

ښاغلي ستانکزي دغه څرګندونې چې په خواله رسنیو کې هم لاس په لاس کېږي، تېره اوونۍ لوګر کې یوې غونډې ته کړې.‌

هغه ظاهرا د طالب مشرانو له خوا د ښځو برخه کې وروستیو بندیزونو ته په اشارې ویلي، "اوامر هغه وخت باید ومنل شي شریعت سره برابر" او د اسلام په چوکات کې وي.

نوموړی وايي : "هر انسان ازادي لري، که اوامر د شریعت خلاف وي د هغې منل بیا واجب نه دي او کولی شي ویې نه مني."

د طالبانو دغه لوړ پوړي چارواکي د خبرو پر مهال د طالبانو پر حکومتولۍ هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې نظام په افراط او تفریط نه جوړیږي.

د هغه په ټکو: "حکومت او حکومتداري، او نظام په افراط او تفریط نه چلېږي، د دې ملت د امید سترګې مونږ ته دي دا ملت به مونږ له خاورو راپورته کوو، دا ملت به مونږ په پښو دروو."

ښاغلي ستانکزي همدار زار افغانانو ته په خطاب کې ویلي، چې دا د هر مسلمان دنده ده چې د مشرانو پام خپلو تېروتنو ته راواړوي.

نجونې

د عکس سرچینه، Getty Images

عباس ستانکزی تر دې مهاله یوازینی مهم طالب چارواکی دی چې پر خپلو مشرانو ښکاره نیوکې کوي او ځینې پرېکړې ننګوي.

له دې وړاندې هم ښاغلي ستانکزي د ښځو د تعلیم په برخه کې د طالبانو د پرېکړې مخالفت کړی دی.

د طالبانو په حکومت کې دننه د ښځو پر حقونو او پر دوی د سختو بندیزونو په اړه په تېر کې هم طالب چارواکو متضادې څرګندونې کړې دي.

وروستیو کې نیوکې دا دي چې د طالبانو مشر داسې پرېکړې کوي چې ځینې دیني‌ عالمان یې د شریعت مخالف بولي.

د طالبانو حکومت په منځ کې هم د اختلاف رپوټونه ورکړل شوي دي.

پر طالبانو له هغې وروسته نیوکې لاپسې زیاتې شوې چې د ډسمبر میاشت په شلمه یې تر امر ثاني پورې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې بندې کړې او له هغې وروسته یې د اقتصاد وزارت د یوه مکتوب په خپرولو سره، په بهرنیو انجیوګانو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

افغان ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

نړیوال هڅه کوي پر طالبانو د فشار راولي چې دا بندیزونه لیري کړي.

د ښځو پر کار د بندیز لګولو ورروسته یو شمېر مهمو بهرنیو انجیوګانو افغانستان کې خپل فعالیت وځنډاوه.

ملګرو ملتونو او بشر حقونو ادارو دغه کار د بشر ضد عمل یاد کړی او ویلي یې دي چې د میلیونونه افغانانو ژوند به وګواښي.

طالبانو افغانستان کې داسې مهال پر ښځو وروستي بندیزونه هم ولګول چې تر اوسه یې حکومت هېڅ کوم بهرني هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د ښځو د زد کړې حق، د کار حق او د بیان ازادي یو له هغو شرطونو دي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د نړیوالو له لوري پرې ایښودل شوي.