قریشي: افغانستان او پاکستان یو بل ته اړتیا لري

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان د بهرنیو چارو نوي ټاکل شوي وزیر شاه محمود قریشي ویلي، افغانستان او پاکستان یو بل ته اړتیا لري، او دواړه هېوادونه باید تېر تاریخ هېر او یو نوی سفر پیل کړي.
نوموړي همدا رنګه هیله څرګنده کړه چې په نژدې راتلونکي کې به افغانستان ته رسمي سفر کوي او له افغان مشرانو سره به ګوري.
نوموړي تېره ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل:
"زه غواړم له یو ډاډمن پیغام سره افغانستان ته ولاړ شم. زموږ راتلونکي له یو بل سره تړلي دي. موږ یو بل ته اړتیا لرو. موږ باید تېر چلند هېر کړو او یو نوی سفر پیل کړو. زه غواړم د افغانستان مشرانو ته خپله کلکه اراده او مثبت فکر وړاندې کړم".
د هغه په وینا، له ټینګ افغانستان پرته، پاکستان ته هم ټیکاو نه شي راتلای.
ښاغلي قریشي همدا رنګه زیاته کړه، حکومت به یې هڅه کوي چې د پاکستان بهرنۍ تګلاره د نورو له اغېزه خلاصه او خپلواکه کړي.
نوموړي وویل، له دې وروسته به د دې هېواد بهرنۍ تګلاره د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړېږي.
د شنونکو په وینا، نوموړي په غیر مستقیمه توګه د پاکستان پوځ ته اشاره کوله او غوښتل یې ووایي چې تر دې وروسته به بهرنۍ چارې د پوځ لخوا نه، بلکې د نوي ټاکل شوي حکومت لخوا پر مخ بېول کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بله خوا د هند لومړي وزیر نریندرا مودي خپل نوي پاکستاني انډول عمران خان ته لیکلي چې ډیلی له اسلام آباد سره د رغنده او ماناوالو خبرو غوښتونکی دی.
ښاغلي مودي دغه راز له پاکستان سره د سوله ناک ګاونډیتوب اړیکو ته هم خپله ژمنتیا ښودلې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو نوي وزیر شاه محمود قریشي هم له هند سره پر نویو اړیکو ټینګار وکړ او خپلمنځي خبرې یې مخې خواته یواځینۍ لار وبلله.
دواړو هېوادو پر ۱۹۴۷ کال له برتانیا تر خپلواکېدو وروسته اویا کلونو کې درې ځله جګړې کړي چې دوې یې د کشمیر پر سر وې.
عمران خان وړمه ورځ د پاکستان د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه. نوموړي تېره ورځ پاکستاني ولس ته په خپله لومړۍ وینا کې ټینګار وکړ چې هېواد به له پورونو خلاصوي، او د فساد مخه به نیسي.
نوموړي همدا رنګه زیاته کړه چې پاکستان له خپلو ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکې غواړي، او په دې برخه کې به په صادقانه توګه هڅې کوي.








