عراق: ترکيه دې له موصل 'خپل ۱۵۰ سرتېري' وباسي

د عراق حکومت له ترکيې غوښتي هغه ځواکونه دې له عراق نه وباسي، چې موصل سره نژدې يوې سيمې ته استول شوي دي.
د لومړي وزیر حيدر العبادي د دفتر په يوه خبر پاڼه کې ويل شوي، دغه حرکت د ''عراق د ځمکنۍ بشپړتيا سرغړونه ده.''
په مخکنيو راپورونو کې ویل شوي وو، چې کابو ۱۵۰ ترکي سرتېري د عراق د کردي ځواکونو د روزنې لپاره د بعشيقه ښار شاوخوا سيمو کې ځای پر ځای شوي دي.
موصل له تېر کال راهيسې د اسلامي دولت ډلې 'داعش' تر ولکې لاندې دی.
په اعلاميه کې له ترکيې غوښتل شوي چې ''د ښه ګاونډيتوب اړيکو ته درناوی وکړي او په سملاسي ډول د عراق له خاورې ووځي.''
شنونکي وايي ترکيه دا خوښوي چې په عراق کې له خپلواکې کردي سيمې سره نژدې اړيکي ولري، خو د سوريې پر پوله له کردي ډلو سره تربګني پالي.
د اسلامي دولت ډلې له راپورته کېدو وروسته د موصل نيول کېدل او د دغه ښار د بېرته نيول کېدو لپاره د عراقي ځواکونو بريد په شا تمبول، د داعش لپاره مهمه شېبه وه.
په تېرو څو ورځو کې بريتانيا په سوريه کې خپل هوايي بريدونه پیل کړل او جرمني هم د اسلامي دولت ډلې پر ضد له ايتلاف سره د پوځي ملاتړ لپاره رايه ورکړه.








